اقتصاد او سوداګري

سږ کال ننګرهار کې د زيتونو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي دي

سږ کال ننګرهار کې د زيتنو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي دي د ننګرهار کانال څخه سږ کال د اټکل له مخې تر ۵ سوه ټنو پورې د زیتونو حاصلات به ډېر دي. دغه زیتون به د ننګرهار د وادي کرنیز شرکت د څلورګونوفارمونو نه راټول شوي.

چې د تېر کال په پرتله به په کې پنځه سلنه زیاتوالی رامنځته شي، د حاصلاتو د لوړیدو اټکل لامل د زیتونو بڼونو په مسلکي او عصري ډول باندې ورته کتل دي..د زیتونو دغه دولتي باغونه په ۱۳۴۲ کال کې جوړ شوي، ١٧٢٠ هکتاره ځمکه په ځان کې رانغاړي، چې پکې د زیتونو دوه سوه اویا زره حاصل ورکوونکې ونې کوجودي دي .د زیتونو د بڼونو د پراختیا او د فابریکې د تولید لپاره لنډ مهالي او اوږد مهال کاري پلانونه جوړ شوي چې یو له هغوی څخه راتلونکی کال د ٧۰٠٠٠ تازه نیالګيو کرنه ده چې ورته تیاری لري.

د یو سرچینۍ له مخې د زراعت وزارت وايې سږکال کې به نږدې ۲۰۰ زره ټنه انار په هیواد کې حاصلات وشي د سږ کال په لړ کې به د هیواد په لسو ولایتونو کې د انارو حاصلاتو لس سلنه زیاتوالی راشي .د کرنې وزارت وړاندینه ښیې چې افغانستان به په روان کال کې نږدې دوه سوه زره ټنه انار تولید کړي چې یوازې اتیا سلنه یې به د کندهار ولایت څخه ترلاسه شي.خو یو شمیر بڼوال له همدا اوس څخه د حاصلاتو پلور لپاره یې د مناسب بازار نشتون له امله مشکلاتو سره مخ دي.

د یاد وزارت وړاندوینې په بنیاد سږکال به افغانستان له ۱۹۰ زرو ټن څخه زیات انار حاصلات کړي . له تیر کال څخه دولس زره ټنه زیاتد هېواد ۸۰ سلنه انار د کندهار څخه لاس ته راځي او وروسته بلخ او کاپيسا افغانستان کې ډیری انار تولیدوي.پاکستان او هند بیا د افغانستان انارو عمده بازارونه جوړوي. په روان کال کې بیا پاکستان ته د ځمکې لارې او هند ته هوايي لارو په صادراتو بندیزونه لګولی.

د سترو اتو سړو خونو چې حکومت یې د جوړیدو وعده کړې کړې ده تراوسه پورې هیڅ یوه یې هم ګټه اخیستنې ته ندي تیار شوی دافغانستان کورنیو ناخالص تولیدات کې د بزګرۍ برخه پنځه ویشت سلنه دی او ډير د کلیو او بانډو میشت خلک له دې لارې څخه خپل عواید پیدا کوي.

بل خوا بيا د زراعت وزارت وايې چې روان کال به د نورو کلونو په پرتله په هېواد کې د زعفرانو هم عايدات زيات او ددې وزارت د يوې وړاندويني له مخي به سږ کال له ټول هيواد څخه ۲۴ متريک ټنه زعفران راټول شي.او د ا به افغانستان اقتصاد ته خورا زیاته ګټه وکړي،

اوس وخت باید دولت ټولو بزګرانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو افغانستان کې دغه سکتور کې پراختیا او پرمختګ راشي ځکه دغې سکتور ته پوره کار ندۍ سوۍ. نو باید دويي لپاره خپله بودیجه نوره هم زیاته کړي ترڅو د افغانستان اقتصاد پرمختګ وکړي.او افغانستان یو په ځان بسیا هېواد وګرزي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button