تجارت خبرونه

نن به په رسمي ډول د افغانستان او ایران ترمنځ رېل پټلۍ پرانیستل شي

نن به په رسمي ډول د افغانستان او ایران ترمنځ رېل پټلۍ پرانیستل شي ویل کېږي چې د هرات – خواف ریل پټلۍ به نن پنجشبنې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شي.او استفاده به ترینه هم پیل شي

څه موده مښکې له ایرانه د هرات – خواف رېل پټلۍ له لارې د اریراني توکو لومړنۍ جوپه هرات ته راورسېده او په دې سره لس کاله وروسته ایران سره د رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږدل پیل شو. بلخوا بیا دایران د ښارجوړلو وزیر محمد اسلامي ویلي چې د هرات- مزار شریف ریل پټلۍ جوړولو لپاره هم په چمتوالي بوخت دي او ژر به یې کارونه پیل کړي.دغه پټلی سره به د دواړو هېوادونو تجارت نور هم وده وکړي. لېږد رالېږد به ورسره هم اسانه شي.او د خلکو ډېری اړتیاوې به هم ورسرهپوره شي.

د هرات -خواف پټلۍ له رسمي پرانیستلو سره به د اقتصادي، ترانزیټي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د حمل ‌و نقل نوی باب پرانیستل شي.د هرات – خواف د پټلۍ پروژه، چې ۲۵۵ کيومتره اوږدوالی لري، څلور برخې لري؛ اوله برخه یې له خواف د ایران تر سنګان، دویمه برخه یې له سنګان تر چا سرخ پولې پورې ده چې دواړه برخې ۷۶ کیلومتره کېږي.

اقتصادی شنونکي وايي، د ایران یا د دغه هېواد له لارې د وارداتي توکو کلنی ارزښت درې میلیارد ډالرو ته رسېږي او د دې پروژې پرانیستو سره به دا اندازه نوره هم ډېره شي.د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۰ کاله وروسته د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ رسمي پرانیستلو سره پیل شوی.

نن به په رسمي ډول د افغانستان او ایران ترمنځ رېل پټلۍ پرانیستل شي
نن به په رسمي ډول د افغانستان او ایران ترمنځ رېل پټلۍ پرانیستل شي

د خط اهن اداره وايي، افغانستان دا مهال له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، اوکراین او چین پټلیو سره نښلول شوی او د هرات – خواف پټلۍ پرانیستې سره به ډېر ژر د ایران، ترکیې او اروپا پټلۍ سره هم ونښلول شي او دغه هيوادونو سره به لېږد رالېږد اسانه شي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button