تجارت خبرونه

پاکستان سره سوداګري دپخواپه پرتله کمه شوې

پاکستان سره سوداګري د پخوا په پرتله کمه شوې څه ورځې وړاندې راپورونه نشرشول چې افغانستان او پاکستان تر منځ راکړه ورکړه او صادارت کم کړي دي ځکه اوس افغانستان دومره اړتیا نلري چې یوازي پاکستاني صادرات راوړي او استفاده ترې وکړي.

زمونږ هېواد د ایران له لارې یوازي خپل زرګونه لارۍ توکي منځنۍ اسیا ته لیږدولي او ښايي له دې لارې يې ګټه هم کړې وي د پاکستان ریاستي بانک خبر ورکړی چې له افغانستان سره يې په صادراتي توکو د پام وړ کمښت رامنځ ته شوی دا بانک وايي د تیرکال د  همدې مودې په پرتله روان مالي کال لومړیو دریو میاشتو کې د صادراتو برخه کې ۱۳،۹ سلنه کمبود راغلی د دې بانک دې راپور په ټوله کې  ویلي چې له افغانستان سره یې د صادراتو برخه کې کمبود رامنځ ته شوی

د سرچينیو له مخې سږ کال له جولای تر سپټمبره پاکستان افغانستان ته ۲۰۹،۸۶۸ میلیونه ډالره صادرات کړي خو تیرکال همدا وخت د صادراتو کچه ۲۴۳،۹۸۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلې وهپاکستان افغانستان سره د سوداګري او راکړې ورکړې اوږده مخینه لري تر دې وړاندې افغانستان مجبوریت درلود هرڅه چې پاکستان پرې پیرل افغانستان راتللو او کله چې  به د پاکستان دروازه بندیدله او یابه هم کوم کړکیچ  رامنځ ته کیدی نو دلته به د خورا کي او نورو توکو بیې اسمان لوړیدلې خو اوس که د پاکستان له لوري دا چاره ترسره هم سي نو افغانستان کې ځکه د هیڅ شي قمت نه لوړیږي ځکه چې اوس دا هېواد یوازي پاکستان سره ټرانزیټي او  سوداګریزي اړیکي نه لري

دغه هېواد دا څرګندونې پر دا مهال کوي چې ایراني چارواکو د چابهار بندر د پرمختګ خبرونه ورکړيد ایران د سوداګرۍ چارواکو په خبره چابهار بندر په خورا  چټکۍ سره د وده کوي او راتلوونکي کې به د اقتصاد برخه کې یوه لویه پانګه وي ددې ایراني چارواکو په خبره د لارو جوړیدو او  نورو امکاناتو په برابریدو سره په دې بندر کې سوداګریز فعالیتونه زیات سوي ځکه نو يې دې بندر ته وده ورکړې

پاکستان سره سوداګري دپخواپه پرتله کمه شوې

بلخوا بیا ایراني چارواکو ویلي له افغانستان سره د صادراتو او ټرانزیټ برخه لاهم زیاتي اسانتیاوي رامنځ ته کیږي ایراني چارواکي  په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې څه مو ده وړاندې له دې هېواد سره د ټرانزیټ ډیریدلو خبر هم ورکول شوی وو. او ویل کيږي چې په راتلونکي کې به لا نورې اساتنیاوې برابره شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button