نړیوال خبرونه

خالد: یوې اونۍ کې به بین الافغاني خبرې پیل شي

افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي چې ډېر ژر به له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو مخامخ خبرې پیل شي.

ښاغلي خالد د ازادۍ راډیو ته وویل چې په افغان حکومت په دې اړه “محتاطانه” مخکې ځي او اوسنیو شرایطو ته په کتو به پرېکړه کوي.

هغه وویل که له طالبانو سره د سولې تړون د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې زیانمنوي، دا تړون حکومت ته د منلو نه دی.

اسدالله خالد همدغه راز وویل چې د تېرکال په پرتله د طالبانو دریځ هم ډېر بدل شوی او اوس طالبان د نظام د بدلولو او پوځ د ړنګولو خبرې نکوي.

هغه وویل: “خبرې د سولې پر لوري درومي… اوس بیخي یوه بله فضا ده… تر کومه چې زه پوهیږم ښايي په یوې اونۍ کې د هغوی [طالبانو] خبرې مستقیمآ د افغانستان له دولت سره پیل شي.”

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکو ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون نهايي کیږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار پرانیزي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر په بروګسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې له طالبانو سره د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو مسئله تر بحث لاندې ده او امریکا په دې اړه له خپلو متحدینو سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د تاوتریخوالي په کمولو باندې ټېنګار کړی دی او ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ هم له طالبانو سره د خبرو د ددوام اجازه ورکړې.

امریکايي رسنۍ وایي شاید په یوې اونۍ کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شي او له دې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب ورکول خالد: د سولې روانو خبرو باندې پوره باوري نه یو - افغان ناو ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button