ژوند او ټولنه

د ډېرو مڼو د خوراک زیانونه

د ډېرو مڼو د خوراک زیانونه که څه هم مڼه یا سیب د اړینو خوراکي توکو او ویټامینونو لرونکې، خو که چېرته له خپلې اندازې څخه ډېرېاستعمال شي، نو بیا نقصاني تمامېږي. مڼه د ویټامین سي، فایبر او د پوتاشیمو خزانه ده او د خپلو مختلفو غذایي توکو په سبب د انسان پر بدن مثبتې اغېزې پرېباسي.

ضروري ده چې په ورځني ډول یوه یا دوه سیوان یا مڼې وخوړل شي اوفایده ترېنه واخیستل شي، خو که چېرته لږې ډېرې استعمال شي نو زیانمنې تمامېږي.فایبر زموږ د بدن لپاره فایده مندې وي خو که چېرته یې اندازه ډېره شي نو ډېرې سختې اغېزې پرېباسي.د عمر، جنسیت او د طبیعت پر بناء په ورځني ډول د انسان بدن ته له ۲۰ څخه تر ۴۰ ګرامو پورې فایبر ډېر وي، خو که چېرته کوم شخص یې له ۷۰ ګرامو ډېر وخوري، نو زیان ورته اړوي.

خو د دومره فایبرو لپاره بیا د پنځلس مڼو خوړل پکار وي، چې تقریباً ناممکنه خبره ده. نو که ډېرې مڼې وخوړل شي د هضم ستونزې رابرسېره کوي.ددې لپاره چې مڼې د حشرو له شره وساتل شي، د حشرو ضد درمل ورباندې شیندل کېږي، نو اړینه بریښي چې د مڼو له خوړلو دمخه مڼې پاکې ووینځل شي.مڼې د کاربوهایډریټو څخه ډکې وي، نو که چېرته له اړتیا څخه ډېرې مڼې وخوړل شي، د وزن د ډېرېدو سبب کېږي.

سیب ییا مڼې په طبیعي ډول تېزابي ځانګړتیا لري او اوبه یې د غاښونو لپاره زیانمن وي. روغتیایي کارپوهان بیا تر دې حده وایي چې د مڼې اوبه د یخ څښاک څخه هم زیانمن تمامېدلی شي. خو یاده دې وي چې له دوو مڼو څخه ډېرې خوړل د غاښونو لپاره زیانمن نه وي.

د ډېرو مڼو د خوراک زیانونه
د ډېرو مڼو د خوراک زیانونه

هغه وګړي چې د زړه بدوالی، د معدې ستونزې او بدهضمي لري، د مڼو استعمال دې بیخي کم کړي. ځکه چې مڼه له بېلابېلو خوږو موادو لرونکي وي، چې بیا یې هضمول ستونزمن تمامېږي.اکثره خلک مڼه د دې لپاره استفاده کوي چې ښه پایلې به ولري.خو بر عکس چې کله هم مڼې ډېرې استعمال شي نو فایدې پر ځای نقصان زیات لري.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button