سات تيري

افغان فلم مشره:حکومت دې سېنما نه ورانوئ، موږ ته یې وسپاری

د افغان فلم مشره: حکومت دې سېنما نه ورانوئ، موږ ته یې وسپارئ د افغانستان فلم ریاست له حکومت څخه غوښتي، چې د کابل د شهرنو سینما له ورانولو ډډه وکړي او دغه سینما د افغان فلم ته وسپاري.تر څو دويي ترینه استفاده وکړي.

د دغې ریاست مشره ډاکټر صحرا کریمي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی په ځلونو – ځلونو له کابل ښاروالۍ څخه دغې ادارې ته د شهرنو سینما په ګډون د کابل د ټولو سینماګانو د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.د سرچینې په حواله، کابل ښاروالۍ یې دا غوښتنه نه ده منلې.افغان فلم ادارې د شهرنو سینما د ورانولو پریکړه، د فرهنګ ختمولو د لړۍ دوام ګڼلی او مخالفت یې ورسره ښودلی.دوي وايي حکومت باید داسې ونکړي ترڅو د خلکو د غبرګونو نه هم خلاص شي

د دغې سینما د ورانولو پرېکړه څو ورځې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ یوه غونډه کې شوې ده.ښاغلي صالح ویلي، چې که څوک د دغې سینما پر ځمکې له لوړپوړیزې ودانۍ پرته د بل فعالیت طرحه لري، ورسره شریکه دې کړي.ترڅو دويي ته وسپارل شي او مثبتې ګټې ترینه پورته شي ځکه دغه ځاۍ د کابل منځ دی او ډېر ښه لوکیشن لري حکومت کولی شي چې د یو مهم فعالیت لپاره ترینه کار واخلي.اواینده کې د خلکو غبرګون سره هم نه شي.

ویل کیږي، چې حکومت د دغه سینما له فعالیت څخه ناراضه دی او پرځای یې د بلې پروژې تطبیقول غواړي.د ولسمشر لومړي مرستیال د افغان فلم ادارې د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.خو په ټولنیزو رسنیو کې ځینو فرهنګي فعالانو هم د دغې سینما د ویجاړیدو د پریکړې مخالفت کړی.دوی غوښتنه کړې، چې یاده سینما دې خوندي پاتې او پياوړې کړل شي.

په دې اړه د هېواد مشهور سندرغاړی فرهاد دریا هم ویلی چې دا ډول د یو فرهنګي ځایونو وراونول ښه کار ندی باید په دې اړه مشوره او غور شوی وی ځکه دا زمونږ د فرهنګ ځاۍ وو او باید دغسې ځایونو اوخلکو احترام وکړو تر څو د هیواد ملي ارزښتونه او څېرو ته په ښه نظر وکتل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button