سات تيري

دامیتاب بچن کورنۍ کرونا نه وژغورل شوه

دامیتاب بچن کورنۍ کرونا نه وژغورل شوه د هندسینما د پاچا او د هنر د بڼ بلې ډېوې امیتاب بچین او دهغه د فاميل غړيکرونا ویروس نه وژغورل شو او بازې غړي ېې په ښه کېدو دي، ویل کيږي چې د امیتاب یچن ځوي او لمسۍ هم په کرونا اخته وو،

د بالیووډ سینما د پاچا امیتاب بچن فامیل د کرونا یروس ته ماتې ورکړې ده او صحي حالت ېې مخ په ښه کېدو دي .له نن څخه ۹ ورځې مخکېد جولای په ۱۱ مه نېټه د امیتاب بچن او د هغه د زوی ابیشیک بچن د کرونا ټېسټ مثبت راوت ، چې ورپسې یوه ورځ وروسته یې انږور ایشوریا رایډ او لمسۍ ارادیا بچن هم په کرونا وبا اخته شول.دواړه پلار او زوی په کرونا وبا له اخته کېدو سره سم د هند په تر ټولو مجهز ناناواتي روغتون کې بیستر شول خو ایشوریا او د هغې لور ارادیا بچن بیا د تېرې جمعې په ورځ وروسته له هغه روغتون ته ولېږدول شول چې روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی ؤ.

انډیا په دې وروستیو کې د کرونا ویروس تر سخت کش لاندې راغلې ده اوتر دې دمه د یو ملیون زیات کسان په دغه وبا باندې اخته شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د امیتاب بچن د مېرمنې او د هغه د لور د کرونا ټېسټونه منفي راغلي وو.خو اوس ېې د بازې غړو د کرونا ټیسټونه مثبت راغلي دي دويي لا هم کرونا سره مبارزه کوي،

د دغه هېواد په ګڼ توکمې ټولنې کې کروړونو خلکو د امیتاب بچن فامیل په کرونا وبا د اخته کېدو له امله خواشینۍ خودلې ده خو په مینځ کې یې داسې ډله هم وه چې ویل به یې، د بچن کورنۍ د هند له ګڼ نفوذې ټولنې نه زیاته نه ده. دوی به ویل چې کومې پېرزوینې چې بچن کورنۍ ته وړاندې کوئ، دا ټول هند حق لري.زمونږ په اند داسې باید ونشي او دې ناروغۍ کې د صبر کولو لارښوونې وشي او ټولو ته د برابر حق ورکړل شي،

بچن چې اوس د هندي سینما عمر خوړلی اداکار یادېږي، نه یویازې په کور د ننه بلکې د نورو هېوادونو خنرمندانو او وتل شویو څېرو د خپګان او ډاډګېرنې پېرزوینې ورسره شریکې کړې وې.اودويي ته ېې مختلفې توسعې کړې وې کوم چې دويي عملي کړي دي،او ورو ورو ښه کيږي،

یاد هېواد کې د امیتاب بچن محبوبیت په کم سارې ډول تر نورو اداکارانو زیات دی، کله چې نوموړی په دغه ناروغۍ اخته شو، ملیونونه ګړو یې د روغتیا لپاره دوعاګانې وکړې. ګڼ شمېر کسانو د خپلو ځانګړو مذهبي دودونو له مخې په مندرونو کې د سدوعا مراسم ورته نیولي وو.او بازې مسلمانانو هم د نوموړي کورنۍ لپاره ځانګړې دعا ګانې کړې وې

ایشوریا رای چې کلونه وړاندې یې د ښکلا سیالۍ کې جایزه هم ګټلې وه، اوس یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی او تمه ده په نیږدې راتلونکي کې له خپلې ناروغې کورنۍ سره یو ځای له روغتون رخصت کړل شي.نوموړې ځکه ژر په ښه کېدو شوه چې نوموړې د ډاکټرانو په لارښوونو په سختۍ یره عمل وکړ او د دويي توسعو تع غوږ کېښود اوس ېې صحت د ډاډ وړ دۍ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button