سات تيري

د افغانستان په اړه دسنجې دت فلم په انلاین بڼه خپريږي

د افغانستان په اړه د سنجې دت فلم په انلاین بڼه خپريږي هند کې د کويد۱۹ ناروغي له امله لاک ډاون دۍ او ګرځنبندیز لږېدلۍ دۍ،او همدې له امله يې سينماګانې هم بندې کړې دي ، که څه هم په ګرځبندېز کې له نرمښت وروسته ډېر څه پيل شوي دي، خو سينماګانې لاهم بندې دي،

د هند ميډيا د راپورونو له مخې ، د سينماګانو د بندېدو له امله د سنجى دت يو بل فلم (تورباز) هم په انلاين بڼه خپريږي هندي ميډیا د ځينو سرچينو له قوله ليکلي دي، چې د سنجى دت نوى فلم (تورباز) هم په انلاين بڼه خپرېږي. دوى وايي ښايي دا فلم د اکتوبر په مياشت کې شریک شي، د یاد فلم ثبت د ٢٠١٧ کال په دسمبر مياشت کې پيل شوى و، چې سنجى دت او نرګس فخري پکې مرکزي رولونه لوبولي دي، همدا راز يو افغان هنرمند هم پکې ګډون کړۍ دۍ،

ټاکل شوې وه چې دا فلم به د ٢٠١٩ کال د جنورۍ په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي، خو د ځينو مشکلاتوله امله د فلم خپرېدل وځنډېدل او وروسته يې بيا کرونا هم د نندارې ته وړاندې کېدو مخنیوۍ وکړیاد فلم کې د افغان کم عمره ماشومانو ژوند ته کتنه شوې ده، چې څنګه ترې ځانمرګي حملې جوړېږي.

دانډین ميډيا د راپورونو له مخې ،دا د سنجي دت دريم فلم دى چې په سينماګانو کې نندارې ته په تمه و، خو د سينماګانو د بندېدو له وجهې به اوس دا فلم هم په انلاين بڼه شریک شيتر دې وړاندې د سنجي دت دوه نور وفلمونه (بوج: دي پرايډ اف انډيا) او (سړک ٢) هغه فلمونه دي چې په راتلونکي کې به په انلاين بڼه شریک شي،

د یادونې وړ ده چې يو شمېر فلم جوړونکي لا هم دې ته په تمه دي چې سينماګانې خلاصې شوې او خپل فلمونه نندارې ته ورکړي دي ، خو نور فلم جوړونکي بيا فکر کوي که سينماګانې خلاصه شي ، نو بيا به هم ډېر خلک سينماګانو ته لاړ نشي ، نو له همدې امله دوى خپل فلمونه په انلاين وېبپاڼو پلورلي دي چې ژر به خپاره شي.

د افغانستان په اړه دسنجېدت فلم په املاین بڼه خپريږي
د افغانستان په اړه دسنجېدت فلم په املاین بڼه خپريږي

افغانستان کې هم سینماګانې بندې دي او لا هم خلک په دې وېره کې دي چې کرونا ناروغي خپره نشي او خلک ونه نیسي افغانستان کې د هندي فلمونو شوقیان لا هم شته د کرونا ویروس نه مخکې هم افغانان سینماګانو ته تلل او هلته به ېې هندي فلمونه کتل خو که اوس د امیتاب بچن دا نوۍ فلم په سینما ګان کې وړاندې نشي نو دا ځل به ېې افغانان کې په انلاین بڼه کوشش وکړي چې اوګوري او خوند ترینه واخلي، او شاید چې ډېر کتونکي ېې هم له افغانستان وي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button