سات تيري

د هندي فلمونو هنرمنده راکول پریت سېنګ په کورونا ویروس اخته شوې

د هندي فلمونو هنرمنده راکول پریت سنګ په کورونا ویروس اخته شوې د کويډ١٩ناروغی څخه په درې زياتو اغېزمنو ملکونو کې شامل د هند د يوې بلې هنرمندې راکول پريت سينګ د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راغلى دى.او نوموړې په دغه ويروس مبتلا شوې.

د انډین ټايمز د راپور له مخې راکول پريت سينګ په انسټاګرام او ټويټر کې پوسټونه کړي دي او د کورونا ويروس ټېسټ د مثبت راتلو په اړه يې معلومات خپاره کړي دي.هغې ليکلي دي زه تاسې ټولو ته خبر درکوم چې زما د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى او ما ځان کرنټين کړى دى.اغلې سينګ همدا راز دا هم ليکلي دي، چې زه ښه يم او ارام کوم، تر څو بېرته ژر د فلم ثبت ته راستنه شم.هغه همدا راز له هغه خلکو څخه چې په دې نږدې ورځو کې يې له هغې سره ليدلي، هم غوښتنه کړې ده،

د هندي فلمونو هنرمنده راکول پریتسنګ په کورونا ویروس اخته شوې
د هندي فلمونو هنرمنده راکول پریتسنګ په کورونا ویروس اخته شوې

چې ژر تر ژره دې د کورونا ويروس ټېسټونه وکړي تر څو معلوم شي چې هغويي ته خو به کرونا ویروس نه وي ورغلی. هېره دې نه وي چې راکول پريت سينګ په دې وروستيو ورځو کې د (مى ډى) فلم لپاره ثبت پيل کړى و، چې ځينې عکسونه يې هم خپاره کړي و.

دا فلم چې لارښود يې مشهور هنرمند اجى دېوګن دى او په خپله پکې کردار هم ادا کوي، تر څنګ پکې اميتاب بچن هم کار کوي.د يادولو وړ ده چې د راکول پريت سينګ څخه شاوخوا يوه مياشت مخکې د هندي فلمونو دوه نور مشهور هنرمندان ورون دهون او نيتو کپور هم د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي و،

هغوى د (جګ جګ جيو) فلم ثبت کاوه.او په کرونا اخته شوی وو د یادولو وړ ده چې کرونا ویروس دوهمه چپه پیل شوې او ټوله نړی کې هره ورځ په زرګونو کسان په دغه ویروس اخته کیږي. انګلستان کې یو نوی ډول کرونا خپره شوې چې ډېر ژر بل انسان ته انتقالیږي او انسانان ډېر زیانمنوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button