سات تيري

د هند نوموتې هنرمندې کاجل ژوند په اړه معلومات

د هند نوموتې هنرمندې کاجل ژوند په اړه معلومات د انډیا د فلمو انډسټري نوموتې اداکاره کاجل، چې پوره نوم يې کاجل مکرجي دى، هغه په ١٩٧٤ د اګست په ۵مه ممبۍ کې پیدا شوې چې اوسمهال ٤٦ کلنه ده ،دهغې مور ننوجا هم اداکاره وه او پلار ېې په فلمونو کې د ډایریکټر او پروډیوسر په صفت کار کړۍ دۍ

د کاجل کشره خور تنيشا مکرجي هم اداکاره یا هنرمنده ده او خاله نوتن يې هم د هندي فلمونو مشهوره هندۍ اداکاره ده.نوموتې هنرمنده راني مکرجي، شرباني مکرجي، موهنيش بهل او فلم جوړونکى ايان مکرجي هم د کاجل خپلوان دي. همدا راز د کاجل د کورنۍ مشران له کلونو راهيسې له هندي سينما سره تړلي پاتې شوې دي.نوموړې په ١٩٩٢ کال کې، هغه مهال چې ١٧ کلنه وه په لومړي ځل په (بېخودي) فلم کې کار پیل کړ ،یاد فلم خو کامياب نه شو خودهغې کار خلکو لخوا وستایل شو . د دغې فلم نه بعد په ١٩٩٣ کال کې يې له شاه رخ خان سره په (بازيګر) فلم کې کار وکړ خو دغه فلم ېې بریالۍ شو ، په دې فلم کې د کاجل او شاه رخ خان تر څنګ شلپا شيټي هم کار کړى و. دې فلم ١٨٢.٥ ميليونه هندي کلدارې عاید درلودل،

په کال ١٩٩٤ کې هغې په ادهار کې زندګي فلم کې کار وکړ ، خو دا فلم هم کامیاب نشو د کاجل کار خلکو خوښ کړ، په همدغه کال کې بيا هې په (يه دل لګي) فلم کې له اکشى کمار او سېف علي خان سره يو ځاۍ وه او ډېر کامياب شو، چې کاجل يې هم ډېره مشهوره کړه.په ١٩٩٥ کال کې کاجل په (کرن ارجن) او (دل والى دلهنيا لى جاينګى) فلمونو کې کار وکړ، دا هغه فلمونه و چې کاجل يې د هندي انډستري د اول کتار ښځينه هنرمنده کړه.

نوموړې دل والى دلهنيا لى جاينګى کې د شاه رخ خان سره ګډ کار وکړ او دا هغه فلم دى چې له ١٩٩٥ څخه تر ٢٠٢٠ پورې په سينماګانو کې لګېدلى و او خلکو ډېر په مينه کتلو.په ١٩٩٤ کال کې چې کله کاجل د ګنډا راج فلم ثبت کاوه، له هاغه وخت راپدیخوا يې له اجى دېوګن سره تعلق جوړ شو وروسته دواړو په ١٩٩٩ کال کې د فبرورۍ په ٢٤ تاریخ واده وکړ او تراوسه پورې دواړه يو ځاى دي. او بچیان هم لري

کاجل د نورو ډېرو او سترو جايزو تر څنګ په ٢٠١١ کال کې د پدما شري جايزه هم ورکړل شوه، دا د هند څلورمه ستره ملکي جايزه ده. نموړې د ښو اخلاقو خاونده ده او تعلیم یافته هنر منده ده د هند دږلت لخو څو څو ځله ستایل شوې او تشویق شوې هم ده،

د هند نوموتې هنرمندې کاجل ژوند په اړه معلومات
د هند نوموتې هنرمندې کاجل ژوند په اړه معلومات

د کاجل فلمونه د افغانستان په سینما ګانو کې هم لیدل کيږي او د نوموړې فلمونه په کابل کې ډېر خوښوي او د دوي بلخوا ستایل کیږي هم دوي زي او په ګډه ېې په سینماګانو کې ګوري او خوند ترینه اخلي څکه په افغانستان کې اکثره خلک په اردو پوهيږي نو دويی په دغه فلمونو پوهيږي اوخوند ترینه اخیستۍ شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button