سات تيري

رنبیر: لنډ وخت کې به د عالیه بټ سره واده وکړم

رنبیر: لنډ وخت کې به د عالی بټ سره واده وکړم فلمونو مشهور هنرمند رنبیر کپور په ۲۰۲۰ کال کې له مشهورې هنرمندې عالیه بټ سره د واده نه کولو په اړه وویل چې د کورونا له امله یې واده وځنډاوه.هغه وايي چې ډېر ژر به ورسره واده ته چمتواوالی ونیسي.

د انډیا رسنیو د راپورونو په وینا، رنبیر کپور وویل چې هغه او عالیه بټ غوښتل چې په روان کال کې واده وکړي خو د کورونا له امله یې خپل واده بل کال ته وځنډاوه. نوموړي زیاته کړه چې موږ به ډېر ژر واده وکړو.په خپله مرکه کې رنبیر کپور دا هم وویل چې د عالیه بټ پر وړاندې ورته ځان ډېر کم زړی یا کوچنی ګڼي.خو دواړه ډېره مینه لري او یو بل سره ښه ژوند کول غواړي.

رنبیر کپور په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې عالیه بټ په خپل ځان باور لرونکې نجلۍ ده او د ګرځبندېز پر مهال یې هم ټول کلاسونه واخیستل خو ما هېڅ ونکړل.رنبیر کپور وايي چې د هغه کورنۍ ستونزې ډېرې وې او په دغه ستونزو کې ډېر مصروف و.هغه وايي چې د هغې سره به مې ژوند خوشاله وي.د ژوند په ټولو چارو کې به راسره کومک وکړي.هغه همداراز ېې ویلي چې اغلې بټ په کوشش او هڅو باور لري.

د یادولو وړ ده چې رنبیر کپور او عالیه بټ له ډېر وخت راهیسې اړیکې لري او په رسنیو کې یې د واده په اړه هم له ډېر وخت راهیسې اوازې خپرېږي.خو اوسمهال دويي کوشش کوي چې ژر تر ژره واده وکړي.او ګډ ژوند پیل کړي.

رنبیر: لنډ وخت کې به د عالی بټ سره واده وکړم
رنبیر: لنډ وخت کې به د عالی بټ سره واده وکړم

دواړو په دې وروسستیو کې د (براهمسترا) په نوم فلم لپاره هم ثبت بشپړ کړ. په دې فلم کېد هغوی سره امیتاب بچن هم کار کوي.ښاغلي کپور د دې نه وړاندې هم په مشهورو فلمونو کې کار کړی. ویل کیږي چې نوموړی د ښه اخلاقو خاوند دی او هڅه کوي چې خپل مینه وال سره ښه اخلاق وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button