سات تيرينړیوال خبرونه

زرين خان: د نيا د ژونده پورې مو کور کې پښتو ویله، ځما د څو ټکي ياد دي

د انډیا سينما مشهوره پښتنه هنرمنده زرين خان ویلي چې غواړم چې یو ځل وطن سوات ته لاړه شم او د خپلو او خپل پلارنۍ وطن ه نږدې څخه وګوري.نوموړېپه یو مرکه کې پخوانۍ خبرې کړې دي او د خپل پلار او نیکه د وطن ته د تلو په اړه ېې خپله د شوق اظهار کړۍ دۍ.

هغه وايي، کله چې يې نيا ژوندۍ وه، نو په کور کې به يې پښتو هم ویله.خو په وېنا يې، چې اوس د هغې يوازې د پښتو څو ټکي ېې زده دي.د هندي سينما نوموتې هنرمنده زرين خان په خپله يوه مرکه کې وايي، چې د هغې نيکه د سوات په سيمه کې زېږېدلى و او د هند تر وېش مخکې هغه هند ته راغلى و.

زرین وايي، نيکه به مې راته د سوات په اړه ډېرې کيسې کولې، پخواني عکسونه يې هم راته ښودل، سوات مې په عکسونو کې ليدلى دى، ډېر ښايسته دى، خو اوس حالات داسې نه دي چې زه يې ليدو ته لاړه شم.او انشالله که فرطت پیدا شو یو ځل به خامخا سوات ته زم ځکه سوات ډېر ښایسته ځاۍ دۍ او ښکلې منظرې لري د نړۍ په سطح مشهور او د سیل ځاۍ دۍ.

زرين خان وايي، د تګ په اړه وویل که چېرته د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې ښې شوې، نو هغه غواړي چې د خپل نيکه وطن سوات ته لاړه شي او دغه سيمه له نږدې څخه وګوري.ترڅو ېې زړه ازاده شي او خپل اصلي ځاۍ په اړه سم معلومات ترلاسه کړي نوموړې پښتنه ده او د نیکونو ځاۍ ېې سوات دۍ. خو د سوات په اړه پوره معلومات نه لري.

هغه وايي، چې زموږ مورنۍ ژبه پښتو ژوندۍ ساتل ډېر مهم دي، خو زما يوازې څو لفظونه ياد دي. نوموړې وايي، چې زما نيا چې کله ژوندۍ وه نو په کور کې به مو پښتو ژبه ويل کېده، زموږ مشرانو به په خپل منځ کې په پښتو خبرې کولې، خو زما نه ده زده.

د یادونې وړ ده چې زرین خان په هند کې یوه پښتنه هنرمنده ده او نیکه ېې د سوات څخه هند ته تللۍ وو د هغې نیکه ډېر پخوا نه په هند کې مېشت دۍ او هلته اوس ورته نیشنلټي هم ورکړل شوې ده د زرین خان په خپله په سمه توګه خبرې نشي کولي خو د نوموړې په وینا کله پورې چې ېې نیا ژوندۍ وه کور کې به ېې پښتو ویله خو اوسمهال ډېر کم کم په پښتو پوهيږي.

نوموړې هند کې په ګڼړ شمېر فلمونو کې هم کاز کړۍ دۍ او لا هم بوخته ده چې فلمونه کې نور هم ونډه واخلي.ویل کيږي چې نوموړې با استعداده او تعلیم یافته ځوانه هنر منده ده نوموړې د نورو مطروفیتونو ترڅنګ کرکټ سره هم علاقه لري او هر کال د اي پي ایل سیاليوته د کتلو لپاره ګزاونډ ته زي او لایف ېې ګوري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button