سات تيري

سلمان خان: څوک چې مې خوښېده، هغې اوس واد کړی

سلمان خان: څوک چې مې خوښېده، هغې اوس واد کړی د هندي سينما مشهور اداکار سلمان خان وايي، چې کومه نجلۍ د هغه خوښېده، هغه اوس لمسي لري او که چېرته ده ورسره واده کړى واى، نو په خپله به هم د لمسو نيکه واى.لو ژوند نه به ېې خوند اخیستی.

ښاغلی خان چې ٥٥ کلن دی، تراوسه دې دمه مجرد دى او د هغه مينه وال هم تراوسه پورې د هغه واده ته په تمه دي، په مرکو او نورو ځايونو کې هم له سلمان خان نه تر ټولو زياته د واده پوښتنه کېږي.سلمان خان که څه هم څو څو ځل په مرکو کې ويلي دي، چې واده کولو ته هېڅ اراده نه لري، خو اوس وايي، چې کومه نجلۍ يې خوښېده، هغه اوس لمسي لري.د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د بيګ باس په ١٣م پړاو کې چې سلمان خان يې کوربه دىاو کدیری ېې کوي.

ښاغلی دېوګن او کاجل مېلمانه و، چې له سلمان خان سره يې يوه لوبه وکړه.سلمان خان وويل، چې زما کومه نجلۍ خوښېده، ما هغې ته د خپلې مينې ونه ويل.هغه وويل، ما ورته له دې امله د خپل زړه خبره ونه کړه، چې ويرېدم، هسې نه دا نجلۍ مې رد کړي او واده راسره ونکړي ، نو د واده خبره مې هم ورسره ونه کړه.ځکه بیا به خلکو یل دومره غټ اکټر ېې رد کړ.

هغه وويل، چې ٢٠ کاله وروسته مې هغه نجلۍ وليدله، نو لمسي يې درلودل او ماته يې وويل، چې زما لمسي ستا مينه وال دي او ستا فلمونه ډېر په مينه ګوري.نو زه هم حیران شوم چې دا بیا دومرخ ژر د لمسو خاونده شوه او بچو ېې هم واده وکړ خو هغه د خپل اینده په اړه بیا هم څه ونه ویل چا سره به واده کوي.

سلمان خان: څوک چې مې خوښېده، هغې اوس واد کړی
سلمان خان: څوک چې مې خوښېده، هغې اوس واد کړی

سلمان خان همداراز وویل چې زه اوس په دې نه يم خفه چې هغه نجلۍ ته مې د خپل زړه خبره ولې ونه کړه، ځکه که له هغې سره مې واده کړى واى، نو اوس به زه هم د لمسو نيکه واى.او بیابه مې د فامیلي په ژوند ډېر مصروف. هغه وای اوس مجرد یم او د دغه شیانو نه بېغمه یم هغه اوسمهال پورې ښه خوشاله ژوند تېروم اوډول ستونزې په ژوند کې نه لرم.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button