سات تيري

صحرا کریمي:د پارلمان یوه وکیله هڅه کوي چې د بهزادسینمانه سوداګریز مرکز جوړکړي

صحرا کریمي وايي د پارلمان یوه وکیله هڅه کوي چې د بهزادسینمانه سوداګریز مرکز جوړکړي افغان فلم اداره د ولسي جرګې یوه وکیله د کابل پر بهزاد سینما د لوړپوړیزې ودانۍ د جوړولو په هڅو تورنوي.او وايي چې دويي سینما پرځاي سوداګریز مزکر جوړوي

د فلم ادارې مشرې صحرا کریمي دا خبره خپلې ټویټر پاڼې خپره کړې وه ، هغې د یادې وکیلې نوم نه دی خودلۍ خو ویلي دي چې د ولسي جرګې ممبرې ده.مېرمن کریمي، بهزاد سینما د تاریخي ابدو برخه ګڼلې او ویلي، چې د رغونې لپاره یې کورني او بهرني خصوصي سکتور سره په خبرو دي.د کریمي په خبره، د سینما ځای د سینما لپاره دی او په پام کې نه ده، چې څوک پرې لوړ پوړیزه ودانۍ یا سوداګریز مرکز جوړ کړي.

د افغان فلم ریسې له یادې وکیلې هیله کړې، چې فرهنګي ځایونو ته دې د خپلې سوداګرۍ لپاره دولت نه پازبوي او ما ته دې خلک نه استوي.د افغان فلم ریسې پخپل یوه بل ټویټ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه هم شکایت کړۍ وو نوموړې ویلي، چې وزارت ته یې یو کال پرله پسې د خپلې ادارې د رنګولو وړاندیزونه کړي، خو غوښتنه یې نه ده قبول شوې،

د اغلې کریمي په خبره، له ناکامو هڅو وروسته یې بالآخره د خپل معاش په پیسو د افغان فلم ادارې د رنګمالۍ او ترمیم چارې پيل کړې.د نوموړې دغه ټویټ په ټویټ کې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.او خلکو ېې کړنې ستایلي دي نو باید د اغلې کریمي په څېر ټول افغانان خپل هېواد ته کار وکړي ترڅو افغانان انکشاف وکړي او افغانستان په یو ښه سمت روان شي اوسمهال د افغانستان بدبختي همدا ده چې هر وګړۍ پکې خپل زور چلوي او زورواکي پکې کوي،

افغانان باید د افغانستان سینما او فلمونو ته کار وکړي ترڅو داهم یوه داسې اداره وګرړي چې هر کال ترینه عواید راټول کړي شي څکه افغانستان کې د عوایدو سرچینې کمې دي نو دا یوه سرچینه ده چې لدې لارې هم خپل عواید زیات کړي،افغانستان کې د فلم شوقیان ډېر زیات دي خو ولې فلم جوړونه پکې ډېره په کمه کچه ده دغه اداره باید نور هم روشت پیدا کړي ترڅو فلم جوړول پکې سم کيفیت کې جوړشي،

دا هم باید یاده کړو چې د سیاسي چارواکو او وکیلان لخوا داسې په دغه ادار ې کې ښکېل نشي ترڅو دغه اداره روشت وکړي او سیاسي نشي څکه که مونږ اووګورو دا یو داسې اداره چې د دې ادارې له لارې موونږ کولي شو چې افغانانو ته خو شالي ورکړو د دې بله ګټه ېې داده چې دغه ادارې کارمندان به په ارامه فضا کې کار وکړي،

د یادونې وړ ده چې د دې ادارې مشره صحرا کريمي د بیرون نه هېواد ته دخدمت لپاره راغلې ده او نوموړې په فلم جوړولو کې خورا زیاته تجروبه لري د دې نه غلاه نوموړې د لوړو زدکړو خاونده هم ده نو باید د داسې خلک قدر وشي ترڅو افغانستان ته نور تکړه خلک هم د خدمت لپاره راشي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button