سات تيرينړیوال خبرونه

عامرخان: ځما په اړه د مرسته شويو اوړو کې د پېسو ايښودو کيسه دروغ دي

د هند مشهور هنرمند عامر خان په یو ټويټ کې ویلي ،چې دهغه په اړه يوه کيلو مرسته کمک اوړو کې يې پېسې ايښې وې،دروغ دي او هغه داسې کار نه کړۍ او نه یی کوي. د کورونا ويروس له بحران وروسته د عامر خان په اړه نه يوازې د هند په ټولنيزو رسنيو کې دا کيسه خپره شوه، بلکې په افغانستان کې هم په فېسبوک او تر دې چې ځينو وېبپاڼو هم وويل، چې عامر خان له خلکو سره عجيبه مرسته کړې ده.

ويل شوي و چې عامر خان له ډېرو بې وزله خلکو سره د يو کيلو اوړو مرسته کړې وه، خلک حېران و چې په دې دومره لږه مرسته به څه وکړي، خو کوم خلک چې ډېر اړتيامن و، هغوى دا د يوه کيلو اوړو مرسته ترلاسه کړه، خو وروسته چې يې د يو کيلو اوړو خلته په کور کې خلاصه کړه، نو وې ليدل چې پکې ١٥ زره هندي کلدارې پرتې وې.

دغه خبره  چې په میډیا کې زیاته  خپره شوه، اوس عامر خان تازه په خپل ټويټر او فېسبوک کې ليکلي دي، چې زه هغه کس نه يم چې په اوړو کې يې پېسې ايښې وې. هغه همدا راز وايي، چې دا يا خو په بشپړ ډول دروغ کيسه ده او حقيقت نه لري او يا هم چې چا دا کار کړى دى، نو هغه اتل نه غواړي چې خپل ځان خلکو ته ښکاره کړي.

د عامر خان مينه والو د عامر خان په دې څرګندونه هم له هغه څخه مننه کړې ده او ويلي يې دي، چې عامر خان د لوى زړه انسان دى، ځکه چې نه يې غوښتل د هغه څه کريډيټ واخلي چې هغه نه دي کړي، ځکه کولاى يې شول چې په دې اړه غلى کېني او خلک يې په دې برخه کې نور هم وستايي

د یادونې وړ ده چې عامرخان هندي لوبغاړی ، ډایرکټر ، فلم جوړونکی او د تلویزیون خبرو اترو کوربه دی. په هندي فلمونو کې د دېرشو کلونو په اوږدو کې کیریر شوي دي، خان ځان د هندي سینما یو له مشهور او اغیزمنو اداکارانو څخه دی. هغه لوی نړیوال نوم لري ، په ځانګړي توګه په هند او چین کې ، او نیوز ویک لخوا د “ترټولو لوی فلم ستوری” په توګه  پېژندل شوی

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button