سات تيري

هندي فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبونکۍ نوموتی هندۍ هنرمند سنجې دت ٦١ کلن شو

هندي فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبونکۍ مشهور هندی هنرمند سنجي دت ٦١ کلن شوسنجى دت چې پوره او رسمي نوم يې سنجى بلراج دت دی ، د انډیا فلمونو مخکښ هنرمند دى او په ١٨٧ فلمونو کې يې مختلف رولونه لوبولي ، نوموړی په کومېډي او د مينې فلمونو کې هم ډېر پاتې شوۍ

هغه د هندي فلمونومکښ هنرمندانو سنيل دت او نرګس فرزند دی ، چې د هند په ممبۍ کې په يوې پنجابۍ کورنۍ کې پیدا شوی، هغه په ١٩٥٩ کې د جولاى په ٢٩مه نېټه زېږېدلى و او دوه خويندې پريا دت او نمرتا دت هم لري.نوموړي د فلمي هنرمند تر څنګ فلم جوړونکى يا پروډيوسر هم دى او همدا راز ليکوال هم دى.ښاغلي سنجې دت په اول ځل په ١٩٨١ کال کې په روکي فلم کې کار نه پیل وکړ ، چې ډېر کامياب فلم و، همدا رنګه دويم فلم يې ويداتا و، چې د ١٩٨٢ کال تر ټولو زياتې پېسې جوړولو مستند هم وو،

نوموړي په مختلفو تورونو زندان هم تېر کړۍ، ، همدا رنګه هغه باندې په ځينو چاودنو کې د لاس لرلو تورونه هم شوي وو نوموړي د نشو له امله هم يو وخت ډېر خراب شوى و، هغه د هندي فلمونو يو لانجمن هنرمند و، چې د ترهګرۍ تورونه پرې لګېدلي و.هغه په ١٩٨٧ کال کې د ريچا شرما سره واده وکړ، چې په ١٩٩٦ کې ريچا شرما ومړه او دا واده يې پاى ته ورسېده. وروسته يې په ١٩٩٨ کال کې له ريا پيلايي سره واده وکړ، چې په ٢٠٠٨ کال کې د دواړو واده په طلاق پاى ته ورسېده، همدا راز په ٢٠٠٨ کال کې يې بيا له منياتا دت سره واده وکړ، چې اوس هم دواړه ګډ ژوند تېروي. سنجى دت درې ماشومان هم لري.

سنجي دت په فلمونو کې د کار کولو له امله لسګونه سترې جايزې هم ترلاسه کړې دي.نوموړي په دې وروستيو کې په (پاني پت) فلم کې د ستر امپراتور او د افغانستان بنسټګر احمد شاه بابا رول هم لوبولى و. همدا راز د هغه راروان فلم (تورباز) بيا د افغانستان په اړه جوړ شوى دى.

د نوموړي په مخکښو فلمونو کې ساجن، سړک، ګمراه، کلنايک، اندولن، صنم، حسينه مان جايګي، واستاو، خوف، باغي، مشن کشمير، جوړي نمبر ١، کانټى، ايک اور ايک ګياره، منا بهايي اېم بي بي ايس، شادي نمبر ١، ټېکسي نمبر ٩٢١١، لګى رهو منا بهايي، شوټ اوټ اټ لوکنډوالا، دهمال، ال دي بيسټ، نو پرابلم، ډبل دهمال، اګنيپت، سن اف سردار، پي کى، بهومي او پاني پت په شمول نور فلمونه شامل دي

هندي فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبونکۍ نوموتی هندۍ هنرمند سنجې دت ٦١ کلن شو
هندي فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبونکۍ نوموتی هندۍ هنرمند سنجې دت ٦١ کلن شو

په افغانستان کې هم د نوموړي فلمونه زیات کتل کيږي او عام وګړي ېې خوښه وي دويي یا په کورونه کې ګوري او یا هم په سینما ګانو ته زي او له خپل ملګرو سره ېې ګوري، افغانان که څه هم اردو او هندي دومره زیات نه پوهيږي خو بیا هم بازې ځوانان له دغه خندي فلمونو نه ردکړې او اوس ېې ګوري او خوند ترینه اخلي،دا هم بایذد یاده کړو چې افغانستان کې هم اوس یو اداره شتون لري چې د افغان فلم ادارې په ایجاد شوې او دويي د افغاني فلمونو جوړولو نه نظارت کوي او فلم جوړولو کې له هنرمندانو سره مرسته هم کوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button