سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

دهند حکومت افغانستان سره دغنمو مرسته کړې

دهند حکومت افغانستان سره دغنمو مرسته کړې ده افغان دولت سره د هند همکاریو په دوام یوځل بیا د غنمو مرسته کړې  چې تر ډیره بریده به غریبو هېواد والو ته ورکړل شوې او د هغوی اړتیا وي يې  تر ډیره بریده پوره کړې.

یاده مرسته په لسو پړاونو کې له افغانستان سره کړې چې په کرونايي حالت کې يې د عامو افغانانو د اقتصاد او خوراک لپاره تر یوه بریده بسنه کړې په هند هېواد کې د افغانستان سفارت ویلي چې هند دغه مرسته په لسو پړاونو کې له افغانستان سره کړې چې  تر ډیره بریده يې  اړتیا وي پوره کړې هغوی وویل چې د هند له یادو مرستو مننه کوي د دوی په وینا چې د لسو چوپو په ترڅ کې افغانستان سره د هند مرسته ۷۵ مټریکه ټنو غنمو ته رسیږي دغه هېواد وايي چې مرستو به لا نور دوام ورکړي.

نور خبرونه: دکرونا ناروغی تازه حال

د راپورونو له مخې دغه مرسته به د کرونا ځپلو او بیوزلو ته ورکول سوې او لاهم دوام لري ترڅو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره دا مرستې توزیع سي.له افغانستان سره په کرونايي حالت کې د هند په ګډون زیاتو هېوادونو او نړیوال بانګ میلیونونه ډالر مرسته وسوه خو  د افغانستان هیڅ وګړي  ته نه هم په کرونا او نه هم بغیر کرونا ګټه کړې

دغه مرسته یوازي څو محدودو کسانو ووېشله او غریبو هېواد والو ته یوازي څو وچې ډوډۍ ورسیدې او نور هيڅ داسې مرسته ورسره نده شوې.د افغانستان په لویه څارنوالي او محکمه کې اوس هم د یو شمېر ولایتونو د والیانو او چارواکو د کرونا پیسو کې د فساد دوسیې پرتې دي چې یا يې دا پیسې بې ځایه لګولې او یا يې هم په جیب کې اچولې

دهند حکومت افغانستان سره دغنمو مرسته کړې

د افغانستان لويي څارنوالي موده وړاندې وویل چې د یو شمېر ولایتونو د چارواکو دوسیې يې تکمیل کړې او د نورو اجراتو لپاره محکمې ته لیږل سوې او د یو شمېر نورو ولایتونو دوسیې چې د باز رس ادارې دوی ته سپارلې پرې کار کوي ترڅو هغه هم محکمې ته و سپاري

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button