سیمه ییز خبرونه

ولسمشرغني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان جمهور ریس غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې کړې او افغانستان کې د سولې پروسې پرمختګ او نورومهمو موضوعاتو پا اړه ېې خبرې کړي د تاجکستان ولسمشر د افغان دولت په مشرۍ اومالکیت د سولې پروسې ټینګ ملاتړ ډاډ ورکړ،

د ولسمشرۍ ماڼړۍ څخه په خپرې شوې بیانیه کې لیکل شوي چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د سولې په پروسه کې د ولسمشر غني له دریځ څخه د ملاتړ ترڅنګ ډاډ ورکړی چې تاجکستان به په نړیوالو او سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان ترڅنګ وي او د افغان دولت د دریځ ملاتړي به هم وي، یاد ټلیفوني مکالمه کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزه اړیکو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه ییزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د امو سیند سواحلو په اوږدو کې د همکاریو پر زیاتېدوهم خبرې اترې وشوې،

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي ، د افغانستان او تاجکستان سرحد د دوستۍ او پرمختګ په نقطې بدلېږي او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ به د دوستۍ او ښو همکاریو بېلګه وي.ښاغلۍ ولسمشر دا تلیفون په داسې حال کې وکړ چې اوس وخت په افغانستان کې د سولې لپاره منتقوي اجماع ته ډېر ضروري ده په اوس وخت کې باید ولسمشر د نورو هېوادونو ولسمشرانو سره هم وغږیږي ترڅو یو ښه اچماع رامنځته شي او دسولې خبرې مخکې لارې شي،

په دې تلیفوني مکالمې کې امام علي رحمان ولسمشر غني ته د دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو او همکاریو د پراختیا په موخه تاجکستان ته د سفر بلنه ورکړه او جمهورریس غني هم دغه بلنه قبوله کړه اود تاجکستان ولسمشر تع ېې هم افغانستان ته د سفر دعوت ورکړ، دواړه سربرهان به ډېر ژر د یو بل هېوادونو ته سفر وکړي،

دواړولسمشرانو دیوبل سره د دوستي جوړلو او قایم ساتلوو باندې هم ټينګار وکړ، دواړو مشرانو هوکړه کړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ به په نږدې ورځو کې بین الوزارتي پلاوی تاجکستان ته سفر وکړي او د دواړو ولسمشرانو کتنې ته د زمینې او د لا زیاتو همکاریو اجنډا برابرولو باندې به کار وکړي.

ولسمشر غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې

دغه پلاوی به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو په ځانګړي ډول له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو بحث وکړي.دا هم باید یاده کړو چې تاجکستان د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې شمېرل کيږي او د دې نه وړاندې هم په مختلفو سکتورونو کې له یو بل سره همکاري کړې ده په ځانګړي ډول بیا د تجارت او اقتصاد په برخه ډېر همکاري لري،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button