سیمه ییز خبرونهلوبې خبرونهنړیوال خبرونه

افغانستان،پاکستان اوچين د کرکټ دوستانه میچ کوي

د پاکستان ميډیا په تازه راپورونو کې ويلي دي، چې د پاکستان، چين او افغانستان ترمابین د اړيکو ښه کولو لپاره د درې واړه هېوادونو کم عمره لوبډلې به په راتلونکې مياشت کې میچ ترسره کړي.ویل کيږي چې دغه درې هېوادونه غواړي چې د کرکټ له لارې خپلې اړیکې تازه ا دوستانه کړي،

د دغه هېواد ورځپاڼې ايکسپرېس نيوز د راپور په وينا، چې پاکستان، چين او افغانستان د ښو اړيکو لپاره د کرکټ لاره پېدا کړې ده او د درې واړه هېوادونو کم عمره لوبډلې به په راتلونکې مياشت کې دوستانه سيالۍ ترسره کړي.او په سیالیو کې به درې ټیمونه ونډه واخلي ترڅو د دويي په مابین کې تعلقات نور هم پیاوړې شي او یو بل سره نوور هم رانږدې شي که مونږ اوکورو د پاکستان او افغانستان تعلقات له ډېر وخت راهیسې ترنګلې شوي دي

یاد راپور کې زياته شوې ده، چې د پاکستان ١٩ کلنو کم عمره لوبډله راروانه مياشت کې د چين هېواد په دوستانه سفر باندې ځي. د پاکستان ياده لوبډله د اکتوبر په ١٦مه نېټه د چين بيجينګ ښار ته روانېږي. د چين په بيجينګ ښار کې به د پاکستان ١٩ کلنو کم عمره لوبډله د چين د ١٩ کلنو کم عمره لوبډلې سره ١٥ اوريزه لوبه ترسره کړي.

همدارنګه په دغه راپور کې زياته شوې ده، چې د چين پر وړاندې به په دويمه لوبه کې بيا د افغانستان او پاکستان ګډه يا شريکه لوبډله لوبېږي.د یادونې وړ ده چې په اجتماعي شبکو کې د افغانستان او پاکستان تر مابین لوبې ته عامو خلکو لېوالتیا ښودلې ده او ویلي ېې دي چې باید ژر تر ژره د ې دغه لوبې تاریخ اعلان شي او بیا ځلې دې دغسې لوبې ترسره شي،

دوى همدا راز زياته کړې ده، چې په دغه سفر کې د پاکستانۍ لوبډلې لپاره ځينې پروګرامونه هم په نظر کې نيول شوي دي او همدا راز د اکتوبر په ٢٤مه نېټه به يې لوبډله هېواد ته بېرته راستنه شي.

ای سي بي با ملي کر کټ بورډ اداره تر دې مهاله پورې د يادو لوبو يا چين ته د کم عمره لوبډلې د تګ په تړاو څه نه دي ويلي. همدا راز د پاکستان ايکسپرېس ورځپاڼې هم دا يادونه نه ده کړې، چې د پاکستان او افغانستان مشترکه لوبډلې افغان لوبغالي به له افغانستان نه ورځي او که په پاکستان کې مېشت افغان کډوال به له دوى سره ځي او هلته به د چينايي ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې په وړاندې مشترکه لوبډله جوړوي.

اوس ووخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید درېواړه هېوادونه په یو مېز سره کیني او خپل سیاسي تعلقلات هم دغسې د کرکټ اونورو لوبو په ترسره کولو سره جوړ کړي ترڅو دغه ګاونډي هېوادونه په سیمه کې په امن او رور ولۍ سره ژوند وکړي او افغانان هم خپل هېواد کې د امن په فضا کې سره ژوند وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button