لوبې خبرونه

افغان لوبډله د ايرلېنډ سره د لوبو لپاره هند ته لاړه

د کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې مياشت کې د ايرلېنډ لوبډلې سره د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کولو لپاره نن له کابل څخه هند ته لاړه.

افغانستان او ايرلېنډ د افغانستان په کوربه توب د هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوي، چې دغه سيالۍ به د مارچ په ٦مه، ٨مه او ١٠مه نېټه ترسره شي.

خو يادو سياليو ته افغان لوبډله څه کم يوه مياشت مخکې د هندوستان په لور وخوځېدله، چې افغان کرکټ بورډ يې د مخکې تګ په اړه وايي، چې په هندوستان کې به افغان لوبډله شاوخوا درې اونۍ تمرينات ترسره کړي

Afghanistan squad left to India today where they will play a three-match T20I series against @Irelandcricket in March. The squad will participate in a three-week training camp ahead of the series which will be held at the Greater Noida Ground, India. #AFGvIRE

پخوا هم افغان لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د دوه اونيو لپاره د مشر روزونکي لانس کلوزنر په مشرۍ کې تمرينات ترسره کړي و، چې د خلکو له سخت غبرګون سره هم مخ شوي و.

د کرکټ مينه والو ويل، چې لوبې نشته نو تمرينات د څه شي لپاره ترسره کېږي، خو ښکاري داسې چې ښايي سږ کال د افغانستان ملي لوبډلې د لوبو پر ځاى تمرينات زيات دي، چې د متحده عربي اماراتو د دوه اونيو له تمريناتو وروسته اوس د ايرلېنډ پر وړاندې د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ لپاره هم درې اونۍ تمرينات په هند کې ترسره کېږي.

ايرلېنډ پر وړاندې د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ ته د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې څو ورځې مخکې ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړې وه، چې په هغې کې اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځى، کريم جنت، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، راشد خان، نوين الحق، شاپور ځدراڼ، مجيب الرحمان، قېس احمد، عظمت الله عمرزى، سميع الله شينوارى او عثمان غني شامل و.

په لوبډله کې په لومړي ځل عظمت الله عمرزى او قېس احمد اخيستل شوي دي، چې تر دې مهاله يې نړيوالې شل اوريزې لوبې نه دي ترسره کړي، همدا راز شاپور ځدراڼ يو نيم کال وروسته لوبډلې ته راستون شوى او سميع الله شينوارى هم اخيستل شوى دى.

خو د شاپور ځدراڼ او سميع الله شينواري يو ځل بيا په لوبډله کې په اخيستو د کرکټ مينه والو سختې نيوکې کړې دي او له کرکټ بورډ نه يې غوښتي دي، چې هغه ځوان لوبغاړي چې ډېر ځلېدلي دي، بايد د مشرانو لوبغاړو پر ځاى نور هغوى ته ځاى ورکړل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button