لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

افغان ټيم د اروپا روباټ جوړونکو سیالیو ته لار وموندله

د روبات جوړوونکو انجونو د چین په نړیوالو سیالیو کې د ویاړ مډال په ګټلو سره، د اروپا روباتیکو سیالیو ته لار پیدا کړه.

د افغانستان د روبات جوړوونکو د لوبډلې مسوول محمود رضايي امریکا غږ ته وویل، د چین د روبات په نړیوالو سیالیو کې، چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو د ۱۱۳ لوبډلو په ګډون په “چانګ کینګ” ښار کې وشوې، افغانستان د ویاړ مډال ترلاسه کړ.

د چین د روباتیکو نړیوالو سیالیو د کم عمره لوبغاړو د زیرک ښار (Smart Cities Junior)په برخه کې، د هرات ولایت دریو نجونو د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی درلود.

د ښاغلي رضايي پر وینا دا افغان انجونې به د روان عیسوي کال په نومبر کې د مجارستان په کوربه‌توب د اروپا د روبات په نړیوالو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان لوبډلې د چین په سیالیو کې له یو زیرک روبات سره، چې د رنګونو د تشخیصولو او د وسایلو د ځای پر ځای کولو وړتیا درلوده، ګډون کړی وو.

ښاغلي رضايي وویل، چې افغان لوبډله به د اروپا سیالیو ته د چمتوالي لپاره د پروګرامونو په لیکلو سره پر همدې روبات کار وکړي.

ټاکل شوې چې د اروپا په نړیوالو روباتیکو سیالیو کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو نږدې سل لوبډلې ګډون وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button