لوبې خبرونه

افغان ځوانان: د کرکټ میلیون لیګ سیالۍ باید ژر ترژره پیل شي

افغان ځوانان: د کرکټ میلیون لیګ سیالۍ باید ژر ترژره پیل شي لاریون والو وویل د کرېکټ میلیون لیګ سیالیو ترسراوي ته باید اجازه ورکړل شي او که یې غوښتنه ونه منل شوه بیا به هم د کرېکټ بورډ پر خلاف لاریون ته راووځي.تر څو چې دويي د میلیون لیګ ته د پیلیدو اجازه نه وي ورکړي دويي به لاریون ته ادامه ورکړي.

پلازمینه کابل کې له دې لاریون وړاندې په خوست ولایت کې هم د جنوب لویدیځ زون ځوانانو د کرېکټ بورډ له لوري د میلیون لیګ سیالیو پیلېدو ته د نه اجازې ورکولو پر خلاف لاریون کړی وو.په لاریون کې د خوست او لویې پکتیا ځوانانو له ولسمشر وغوښتل چې د کرېکټ یورډ رییس فرهان یوسفزی محاکمه کړي او کرېکټ وژغوري.خو کرېکټ بورډ بیا په خوست ولایت کې د لاریون سره هم مهاله پر هماغه ورځ اعلامیه خپره کړه چې د میلیون لیګ سیالیو تنظیموونکي دې د دوی شرایط او اصول باید برابر کړي.

د دغه لیګ سیالیو تنیظموونکی د کرېکټ ملي لوبغاړی شاپور ځدارڼ دی چې غواړيپه خوست ولایت کې یې ترسره کړي او د دې لپاره یې له لمر ټلوېزیون سره د نشرېدو تړون هم لاسلیک کړی خو کرېکټ بورډ یې نه پرېږدي او د پیلېدو اجازه نه ورکوي. او له دې سره سره یې پر وړاندې خنډونه او ستونزې هم جوړوي.

اړونده خبرونه: د خوست ولس ددولسمشر نه د کرکټ ژغورلو غوښتنه کړې ده

یادلیګ یو تجارتي ‌لیګ دی او د افغانستان د کرکټ بورډ لیګ نه دی،‌ خو باید د بورډ په اجازه اوهمکاري‌وشي. د دې لیګ له لارې به یو شمېر پانګه وال په لوبو او سالمې تفریح پانګونه وکړي، افغانستان کې به د کرکټ مارکیټ لا ښه شي، یو شمېر لوبغاړو او په خاص ډول داخلي لوبغاړو ته د عاید یوه زمینه برابره شي. افغانان به د څو ورځو لپاره سالمه تفریح وکړي، کرکټ به لا دود، ښه او عام شي. شاید دا لیګ د ځینو ستوریو د پېدا کېدو علت شي او له درې لارې نور خلک هم په کرکټ کې پانګونې ته زړه ښه کړي. نهایتآ، په لیګ کې افغان کرکټ او لوبغاړي هم ګټه ترلاسه کولی شي.

افغان ځوانان: د کرکټ میلیون لیګ سیالۍ باید ژر ترژره پیل شي
افغان ځوانان: د کرکټ میلیون لیګ سیالۍ باید ژر ترژره پیل شي

بلخوا بیا که د عدم اعتراض د سند له لرلو پرته دا لیګ کیږي، د کرکټ بورډ او نړیوالې او اسیا د کرکټ د شوراګانو د اصولو خلاف کار دی. هېڅ یو ملي او نور لوبغاړي چې له بورډ سره قرارداد لري، اجازه نلري چې په لیګ کې ولوبیږي، ښايي دا کار د لیګ رنګ او خوند بیخي خراب کړي. دا به په اینده کې پانګه وال زړه ماتې کړي او کوښښ به نکوي چې په کرکټ پانګونه وکړي، نهایتآ تاوان یې افغانانو ته اوړي.اود عامو وګړو به هم د کرکټ څخه زړه مات شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button