لوبې خبرونه

اياګلبدين نايب هم دويم واده کوي؟

د ملي کرکټ ټیم کپتان اصغر افغان څه وخت مخکې د دويم ځل لپاره کوژده وکړه، چې د دستمال په راوړلو کې يې ملي نور پلیران هم و او په سوشل میډیا کې هم د هغه مينه والو ورته مبارکي ورکړه.دهغه د واده په ښه ګرم پوسټونه هم کېدل.

خو د ښاغلي افغان له دويمې کوژدنې وروسته د ګلبدين نايب څخه په دې اړه پوښتنه وشوه، چې د کپتان له دويمې کوژدنې وروسته، ايا ته هم داسې کوم پلان لرې او که نه؟نايب په اړه دې اړه لومړى ښه وخندل او بيا يې وويل، چې مشر په کومه لار روان وي، نو کشران هم بايد په هماغه لار لاړ شي.نوموړي چې له ملي سپورټ ټلويزيون سره يې خبرې کولې، په خپلو خبرو کې وويل،

چې، زما د دويم واده پلان نشته، خو که چېرته د اصغر افغان په څېر څوک راباندې مهربانه شو، نو بيا به ګورو.هېره دې نه وي چې اصغر افغان له لومړۍ مېرمنې هم اولادونه لري، خو څه وخت مخکې يې دويمه کوژدن کړې ده او لا يې تراوسه پورې د واده په اړه معلومات نشته، چې کله به دويم واده کوي.

دا هم باید یاده کړو چې افغان لوبډله اوسمهال د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ په ابوظهبي کې ده، چېرته چې دوه ورځې وروسته د جنورۍ په ٢١مه نېټه د ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيلوي.د دوی پر وینا د ماږلي ټیم مورال اوچت دی او هڅه کوي چې افغانستان ته ویاړونه راوړي.

اياګلبدين نايب هم دويم واده کوي؟
اياګلبدين نايب هم دويم واده کوي؟

اصغر افغان چې یو له مشهورو پلیرانو څخه دی کولی شي چې په دغه لوبه کې ښه لوبه وکړي.هېره دې نه وي چې څه وخت وړاندې ښاغلی نایب د ملي ټیم کپتان ووخو بیا وروسته له یو څه وخت هغه د ملي ټیم کپتانی نه اږلرې شو. اوسمهال د یو عادي لوبغاړي او تیز بالر په صفت ملي ټیم کې لوبیږي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button