لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

حامد شينوارى: کرکټ بورډ کې اجراييه رياست پوسټ ته اړتیا نشته

حامد شینوارۍ د کرکټ بورډ پخوانۍ اجرایه ریس دۍ.نوموړي کرکټ بورډ ته خورا زیات زحمتونه ویستلي دي افغانستان کرکټ بورډ یی په پخو درولۍ دۍ د کرکټ اصولو نه خبردۍ په کرکټ مین دۍ نوموړي تازه د کرکټ په اړه مرکه کړې. او په کرکټ بورډ کې یې د بازې اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

نوموړي یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي  ، چې په اوس وخت کې په کرکټ بورډ کې اجراييه رياست ته هېڅ ضرورت نشته او بايد دا رياست نور لغوه شي. هغه زیاته کړې او ویلي یې دي چې که چېرې په کرکټ بورډ کې اجرایه ریاست نه هم وي نو مونږ کولۍ شو چې یاده اداره وچلوو..

حامد شینواري چې له امريکا غږ اشنا راډيو سره مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وويل، چې اجراييه رياست ته په کرکټ بورډ کې هېڅ ضرورت نشته، ځکه د کرکټ عمومي رياست سره يې موازي شکل اختيار کړى دى او په کرکټ بورډ کې د جنجالونو زېږنده هم دى.

هغه په خپله مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې ډېر بستونه، تشکيلات، بې ضرورته سفرونه او تصميمونه د غريب ملت د سرمايې ضايع ده چې په افغانستان کې يې د کرکټ د پرمختګ مخه نيولې ده.

ښاغلي شینواري وويل، چې بايد کرکټ ته يوازې د يوې تفريح يا يوې لوبې په توګه ونه کتل شي، چې بدبختانه په افغانستان کې دې لوبې ته هغه هومره پاملرنه نه کېږي، لکه په نورو هېوادونو کې. هغه وويل چې ولسمشر د کرکټ بورډ له مسايلو ناخبره ساتل کېږي. نوموړي همدا راز وويل، چې کرکټ بورډ ته بايد ځانګړې پالېسۍ جوړې شي او په هره برخه کې له کرکټ څخه ګټه پورته شي.

حامد شينواري د کرکټ بورډ د مشر په اړه وويل، چې د کرکټ بورډ مشر بايد يو تکړه کس او په کرکټ پوره بلد وي. هغه همدا راز وويل چې په ملي لوبډله کې هم هغه لوبغاړي نور ليرې شي، چې ښې لوبې نه شي کولاى او بايد نوو ځوانانو ته چانس ورکړل شي.

حامد شينوارى: کرکټ بورډ کې اجراييه رياست پوسټ ته اړتیا نشته

د یادونې وړ ده چې که مونږ اوګورو په اجتماعي شبکو یا سوشل میډیا کې نو اکثریت خلک په دې نظر دي چې باید ولسمشر د ډاکټر حامد شینواري غوندې تکړه پروفیشنل او با استعداده کس  کرکټ بورډ ته معریفي کړي. ډاکټر حامد د دې وړاندې هم کرکټ بورډ ته بې څاره خدمتونه کړي دي نوموړۍ هر وخت د مینه والو لخوا ستایل شوۍ دۍ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button