لوبې خبرونه

دایرلینډ خلاف سیریزلپاره افغان لوبډله اعلان شوه.

افغانستان د روان کال په مارچ میاشت کي له ۶ نېټې سره سم د ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي خلاف درې شل اوریزي لوبي په خپل کوربتوب د هند په ګریټر نویدا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کوي.

د افغانستان کرکیټ بورډ د یادو سیالیو لپاره لاندي ۱۵ کسه افغان لوبغاړي اعلان کړل

لوبډلمشر اصغر افغان، ویکیټ ساتونکی رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب ځدران، ګلبدین نایب، محمدنبي، مجیب الرحمن، راشدخان، سمیع الله شینواری، عثمان غني، شاپور ځدران، قیس احمد، نوین الحق او یو نوی افغان لوبغاړی عضمت الله عمرزی دئ.

عمرزی د لومړي ځل لپاره افغان لوبډلي ته د الراونډر لوبغاړي په حیث راغلئ.نوموړی اوس مهال ۲۴ کلن دئ او تر دې مخکي د افغان ۱۹ کلنو، میس عینک اتلانو، کابل او اتفاق په نامه لوبډلو کي لوبېدلئ دئ.

دی په کورني شل اوریزو ۳ لوبو کي دوې ویکیټي او ۲۲ منډي لري، چي په توپ اچونه کي تېز بالر او د راسته لاس توپ وهونکئ دئ.

عمرزی په تېر ۱۹ کلنو کرکیټ نړیوال جام کي د نیوزلینډ خلاف په ښې لوبي سره د لوبي غوره لوبغاړی انتخاب سوی وو.

د افغان لوبډله خلاف د کرکیټ نړیوالي شورا د لوبو د مهال وېش سره سم ایرلینډ په خپل کوربتوب د مالي ستونزو په بهانه درې شل اوریزي لوبي لغوه کړي وې، خو په بل اړخ کي دا لوبډله د افغان لوبډلي لخوا راضي سوه، چي په هند کي لوبي ورسره وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button