لوبې خبرونه

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د پاکستان لوبډلې سره لوبه لري

د غه سیالۍ چې په سوېلي افریقا کې د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو ترسره کېږي ګټونکی ټیم به د یادو سیالیو نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کوي.

د د کرکټ ټیم مسؤلین وايي، افغانستان دغې سیالۍ ته بشپړ تیاری نیولی او هیله ده چې دغه سیالي وګټي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته وویل، د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ټیم د دغه جام په سیالیو کې د ښه توپ اچونې، ښه توپ وهنې او ښه توپ نیونې په برخو کې وتوانېد، خپلو سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړي او ځان د دغو سیالیو منځ‌لوبو ته ورسوي.

ښاغلي هوتک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د نننۍ لوبې په اړه رسنیوته وویل: “د افغانستان لوبډله د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د کوارټر فاینل لوبه د پاکستان د کرکټ د ۱۹ کلنو پر وړاندې ترسره کوي. دغې لوبې ته افغان لوبډله پوره تیاری لري او تمه لرو چې په دې لوبه کې افغان لوبغاړي، وکولای شي ښې لاسته راوړنې ولري.”

د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام د روان میلادي کال د جنورۍ په نیمايي کې د سوېلي افریقا د بینوني په ښار کې پیل شو.

د افغانستان د کرکټ بورد د معلوماتو له مخې د کرکټ په دغو سیالیو کې د نړۍ د ۱۶ هېوادونو د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ټیمونو برخه اخیستې وه.

په دغو ټیمونو کې د افغانستان په ګډون اته ټیمونو چې نیوزیلاند، سوېلي افریقا، استرالیا، پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او وېسټ انډیز شامل وو، د یاد جام نیمه پای‌لوبې ته لاره وموندله.

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په سږني نړیوال جام کې تر دې دمه خپلې دوه لوبې چې یوه له کوربه جنوبي افریقا او بله له متحده عربي اماراتو سره وه، دواړه ګټلې دي.

د کرکټ مینه‌وال وايي، دا چې د افغانستان ټیم د کرکټ ۱۹ سیالیو په ۱۶ ټیمونو کې منځ‌لوبو ته ځان ورساوه، ډاډمن یو چې له پاکستان نه هم دغه لوبه ګټلی شي.

د کابل ښار اوسېدونکو دوو ځوانانو نورباز او عبدالباسط وویل: “د افغانستان د کرکټ ټیم اوس ډېر ښه شوی دی، کرکټ چې نن له پاکستان سره دی، موږ ډاډمن یو چې افغانستان‌یې ګټي.”

“د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ بېټنګ، بالېنګ او فیلډنګ درې واړه برخې ښه دي او دغه لوبه به وګټي.”

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو د کم عمره ټیم سر روزونکی رئیس خان احمدزی وایي چې دغه ټیم له یوه کال راهیسې دغو لوبو ته تمرینونه کړي او بشپر تیاری یې ورته نیولی و. د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو د کم عمره ټیم مخکې تر دې څلور ځلې د پاکستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو د کم عمره ټیم لوبډلې ته ماته ورکړې ده

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button