لوبې خبرونه

د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله ملي لوبغاړی راشد خان ستایلی

د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله ملي لوبغاړی راشد خان ستایلی دافغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان لوبډلې لوبغاړی راشد خان د (ICC) د لسیزې غوره لوبډله کې په راتلو ستایلی دی.

پرون (ICC) د لسیزې غوره لوبډلې اعلان کړې، چې راشد خان هم د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبډله کې ځای موندلی دی.د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلې رسمي فېسبوکپاڼې نه د راشد خان په اړه يو پوسټ کړی دی او د هغه عکس يې هم خپور کړی.نوموړي لیکلي:” د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان بریا دې ټولو ته مبارک بادوي.

د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله ملي لوبغاړی راشد خان ستایلی
د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله ملي لوبغاړی راشد خان ستایلی

دافغانستان ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي ښاغلی راشد خان د خپلو اتلولیو په لړ کې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د ځانګړې لوبۀلې په نوملړ کې ځای خپل کړی. د کرکټ ملي لوبډلې په ځانګړي راشد خان تل هېوادوالو ته خوښۍ او ویاړونه ډالۍ کړي دي. د سولې دا سفیران دې ژوندۍ او ګړندۍ وي.”

دډاکټر عبدالله عبدالله پرته هېوادوالو او د ملي لوبډلې لوبغاړو هم راشد خان ته د شل اوریزو لوبو د لسیزې په غوره لوبډله کې په راتګ مبارکۍ ورکړي دي.او نوموړی ېې هڅولی چې پا اینده کې همباید راشد همداسې د افغانستان د کرګټ نوم مشهور او بلند کړي.او د هیوادوالو زړونه خوشاله کړي.

د افغان لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب هم د راشد خان په اړه یو ټویټ کړی دی او هغه ته يې مبارکي ورکړې ده. نوموړي راشد خان ته لیکلي دي چې ته د افغانستان رښتینی اتل یې، زه درباندې ویاړم.هغه ویلی دا یوه غټه د فخر خبره ده.چې ستاسو په شان روښانه او پرفامر پلیر لرو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button