لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د کرونا له وجې ټولې ورزشي سیالئ او نوروز لغوه اعلان شول.

ارګ د سټراتیژیکو اړیکو د ادارې مشر ښاغلي وحید عمر په خپل تازه ټویټ کې ویلي چې د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په پار په ټول هېواد کې ټولې سپورټي او تفریحي سیالۍ تر نامعلومې نېټې پورې بندې دي.

د نړیوالې وبا (کرونا) د خپرېدو په لړ کې نن شنبې په دریو ولایتونو (سمنګان، بلخ او کاپیسا) کې دری نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له مخکینیو هغو سره یې شمېر لسو ته ورسېد. بلخ کې به هر کال د نوي لمریز کال پیل په نوروزي جشن سره کېده چې د کابل په ګډون به له هیو شمېر نورو ولایتونو نه هم خلک د جشن لپاره ورتلل خو سږ کال د کرونا د مخنیوي او نه خپرېدو له امله نه ترسره کېږي.

د بلخ ولایتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې ښوونځي، پوهنتونونه، په هوټلونو کې پروګرامونه او غونډې منع شوې دي او همداراز ایران او هند ته هم الوتنې هم لغوه شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ارګ کې هم د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د عبدالله مزاري د تلین نمانځه هم لغوه شوه.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په ټول هېواد کې له ۱۸۱ پېښو څخه یې یوازې لس هغه مثبت ثبت شوې دي او پاتې ۱۷۱ نورې چې د پکتیا، ډایکونډي او پروان څخه وې، منفي ښودل شوې دي. ویل کېږي اوس مهال هم ۵۲ نورې شکمنې پېښې په لابراتوارونو کې معاینه کېږي، څو معلومه شي چې مثبت او که منفي دي.

په افغانستان کې د کرونا له امله تر دې دمه د کومې مړینې پېښه نه ده ثبت شوې خو ویل کېږي هره ورځ له ایران څخه زرګونه افغان کډوال را ستنېږي چې دې حالت د ټولو افغانانو اندېښنې زیاتې کړې دي. که څه هم ایران ته د دغه وژونکي ویروس د ورتګ په لومړي پړاو کې افغانستان له ایران سره ټولې پولې وتړلې خو بیا یې بېرته د افغان کډوالو د را ستنېدو له امله خلاصې کړې.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هره ورځ له اوو تر لسو زرو افغان کډوال هېواد ته را ستنېږي، خو دا نه دي ویل شوي چې دوی له راتګ سره معاینه کېږي او کنه. افغانستان یو بېوزله هېواد دی چې په ډېری ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې لومړنیو روغتیایي آسنتیاوو ته هم لاسرسی نشته خو له ایران څخه را ستنېدونکي کډوال هماغه لېرې پرتو سیمو ته ځي چېرته چې د روغتیا پالنې هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

په ایران کې تر لسو زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې کابو ۵۰۰ کسان یې وژلي هم دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button