لوبې خبرونه

راشدخان د شاه مسعود ستاینه وکړه

راشدخان د شاه مسعود ستاینه وکړه دهېواد کرکټ ملي لوبډلې سپین بالر راشد خان د پاکستان پيليز توپوهونکى شان مسعود د سليزې په وهلو ستاینه وکړه، او هغه ته ېې د نورو بریاوو هيله هم څرګنده کړه،

د پاکستان او انګلینډ ترمنځ اول ټېسټ لوبه پرون په مانچسټر کې پيل شوې ده، چې پاکستان لومړى توپوهنه کوي او نن يې هم توپوهنې ته دوام ورکړى دى.اوسه پورې پاکستان د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٩١ منډې کړې دي، چې ١٠٣ اورونه يې هم لوبولي دي.خو د پاکستان توبوهنه لا هم ښه روانه ده دويي کوشش کوي چې ډېر رنز وکړي او د ټېسټ لوبه کې ځان بریالۍ کړي،

د دغه هېواد دوه ويکټې که څه هم په پيل کې ژر ولويدې، خو پيليز توپوهونکي شان مسعود او بابر اعظم ښه توپوهنه منډې يې ١٣٩ ته ورسولې، چې بابر اعظم په ٦٩ منډو وسوځېده.خو شان مسعود لا هم توپوهنې ته ولاړ دى، نوموړي د پاکستان منډې ډېرې مخکې بوتلې او په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه چې تر دې دمه يې ١٣١ منډې کړې دي او ناسوځېدلى ولاړ دى. هغه په خپله توپوهنه کې ٣٠٢ توپونه ولوبول او همدا راز ١٦ څلوريزې يې جوړې کړې،

ددغه ټيم پلیر شاه مسعودتوپوهونکي ته د نورو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان هم ستايلى دى.او دويي ېې غورع لوبغاړي بللي راشد خان دواړو ته مبارکي هم ورکړې ده راشد خان په خپل يو ټويټ کې شان مسعود ټېګ کړى دى او ورته يې ليکلي دي، چې ډېره ښه لوبه دې وکړه او د سليزې په وهلو يې د هغه ستاينه کړې ده.


دا هم باید یاده کړو چې د کویډ۱۹ له املهکه څه هم په ټوله نړۍ کې د کرکټ لوبې ځنډېدلې وې، خو انګلستان د نورو هېوادونو څخه مخکې شو، چې لومړى يې د ويسټ انډيز کوربه توب وکړ او د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ يې ترې په ٢-١ وګټله، همدا راز ورپسې يې د ايرلېنډ کوربه توب وکړ او د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ يې ترې په ٢-١ وګټله او اوس له پاکستان سره د ټېسټ لوبو لړۍ يې پیل ده،

راشدخان د شاه مسعود ستاینه وکړه
راشدخان د شاه مسعود ستاینه وکړه

راشد خان اوس هم د ملي کرکټ نوموتۍ لووبغاړۍ دۍ نوموړي افغانستان لپاره ویاړونه راوړي دي او غټ غټ ریکارډونه ېې جوړ کړي دي نوموړۍ سبین بالر دی او لا هم د افغانستان لپاره لووبیږي هغه د اي سي سي میجونو تر څنګ په اي پي ایل کې هم لوبیږي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button