لوبې خبرونه

راشد خان نن سباچرته مېشت دی او څه کوي؟

دملي کرکټ ټيم مشهور سپېنر بالر راشد خان اوسمهال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې دى، چې هره ورځ خپل تازه عکسونه خپروي.او په اردو او انګلیسي کې ورسره خبرې لیکي. نوموړي تازه یو عکس خپور کړی او په اردو ژبه ېې ورسره ډسکرپشن کې لیکلي چې دا څو دانې راشد دي.

هېره دې نه وي چې ښاغلی راشد د اى پي ايل سياليو له پاى ته رسېدو وروسته افغانستان ته راستون نه شو او هماغلته په دوبۍ کې پاتې شو، نوموړى اوس وزګار دى او له تېرو څو ورځو راهيسې په سوشل ميډیا کې هم ډېر فعاله دى.هغه په انسټاګرام، ټويټر او ټک ټاک کې هره ورځ تازه عکسونه او ويډيوګانې خپروي، چې د هغه مينه وال هم زړه د خلاصه لايکونه ورکوي.راشد يوه تازه سيلفي په ټويټر کې خپره کړې ده، چې د شيشې مخې ته ولاړ دى او شاته يې هم شيشې دي، چې په ټولو شيشو کې ښکاره کېږي.

د نوموړي د عکس نه داسې ښکاري چې هغه په کومه سلمانۍ کې دى او تازه يې ويښتان جوړ کړي دي.راشد خان له دې عکس سره ليکلي دي: ((راشد کے دو آګے راشد، راشد کے دو پيچهے راشد، بولو کتنے راشد؟.)) په اردو ژبې کې د راشد خان د دې ليکلو مطلب دا دى، چې د راشد خان مخکې هم دوه راشد خان دي، د راشد خان شاته هم دوه راشد خان دي، اوس ووايئ چې ټول څو راشد خان دي.

د راشد خان دا عکس چې په ټويټر کې خپور کړى دى، په څو دقيقو کې له دوه زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى.او ريټویټ او نر کړی ېې هم دی نوموړی د سوشل میډيا په استعمال باندې هم ښه پوهيږي او هر خت چې پوسټ نشروي نوپه مسلکي ډول ېې نشروي نوموړی په اردو پښتو او انګلیسي ژبه روانې خبرې کولی شي او هر وخت چې پوسټ کوي د همدې ژبو نه استفاده کوي.

د يادولو وړ ده چې راشد خان په بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي او له متحده عربي اماراتو څخه به نېغ هلته لاړ شي. خو بل لوري ته د افغانستان او ايرلېنډ يو ورځنۍ سيالۍ هم د جنورۍ په مياشت کې اعلان شوي دي، چې کرکټ بورډ وايي، په بيګ باش کې لوبېدونکي ټول لوبغاړي به يادو سياليو ته راستانه شي.ا او وه به لوبیږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button