لوبې خبرونه

راشد خان ١٣ ورځولپاره اسټرالیا کې کرنطیین شو

راشد خان ١٣ ورځولپاره اسټرالیا کې قرنطیین شو.دکرکټ ملي ټيم مشهور سپېنر راشد خان تېره ورځ اسټراليا ته لاړ، چې نوموړى د اسټراليا په سډني ښار کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شوى دى.نوموړی به کرنطین نه وروسته به هلته خپل کارونه پر مخ ویسي.

ښاغلی راشد د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار څخه د اسټراليا سډني ښار ته لاړ، چېرته چې د ١٤ ورځو له کرنټين وروسته به نوموړى له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شي.هغه د بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي.د کورونا په راتلو سره د کرکټ سياليو ته هم دا نوې اضافه شوې ده، چې هر ځاى د سياليو څخه مخکې لوبغاړي کرنټين کېږي، راشد خان به هم د ١٤ ورځو لپاره کرنټين وي.ځکه دا ددغه ځاۍ قانون د چې څوک چې خارج نه ورشي نو اول باید کرنطین شي او بیا به ورته د بیرون اجازه ورکول کیږي.

په ورلډ T20 لوبو کې د نړۍ غوره توپ اچونکى راشد خان په دې وروستيو کې په متحده عربي اماراتو کې د اى پي ايل سياليو کې ولوبېده. هغه د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، چې په ١٦ لوبو کې يې ٢٠ ويکټې ترلاسه کړې او همدا راز د سږکال تر ټولو غوره اقتصادي توپ اچونه يې هم ترسره کړه.په اى پي ايل کې له راشد خان پرته محمد نبي او مجيب الرحمان هم لوبېدل، همدا راز دواړه په بيګ باش کې هم اخيستل شوي دي، خو دوى افغانستان ته راستانه شو او راشد خان د اى پي ايل ختمېدو وروسته هم په متحده عربي اماراتو کې پاتې شو.

راشد خان له متحده عربي اماراتو څخه نېغ اسټراليا ته لاړ.په بيګ باش سياليو کې د راشد خان پرته محمد نبي او نور احمد لکڼوال د ميلبورن رينيګاډز، مجيب الرحمان د بريسبين هيټ او ظاهر خان د ميلبورن سټارز لوبډلې اخيستي دي.نوموړی وايي چې خوشاله دی چې د دغو سیالیو برخه دی.

د بيګ باش سيالۍ سږکال د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېږي، چې د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي. د بيګ باش لومړۍ لوبه به د هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.هغه وايي چې کوشش به وکړي چې دغه سیالیو کې ښه لوبه وکړي او ښه لاسته راوړنې هک ولري. د هغه لوبه په مړی کې مشهوره ده او هر ځاۍ کې چې لوبیږي نو ښه پرفامنس شو کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button