لوبې خبرونهنړۍ خبرونه

سریلانکا ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د سریلانکا او ویسټ انډیز ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو په دریمه لوبه کې کوربه لوبډلې سریلانکا د شپږو منډو په توپیر سره د ویسټ انډیز لوبډلې ته ماته ورکړه او د یو ورځنیو سیالیو سیریز یې درې پر صفر په خپله ګټه پای ته ورسوه.

دا لوبه تېره شپه د مارچ پر لومړۍ نېټه ترسره شوه چې پکې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې ویسټ انډیز ته د ۳۰۸ منډو هدف وټاکه.

د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې کوسال مېنډېس نیمه سلیزه ووهله هغه ۵۵ منډې وکړې، ورسره ډي سیلوا هم تر ټولو ډیرې ۵۱ منډې جوړې کړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې الزاري جوسیپ څلور لوبغاړي وسوځول، ترڅنګ یې جیسن هولډر دوه او کیرون پورلارډ او کټرول یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ، خو هدف یې له لوړیدو را ونه ګرځوه.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې له پوره پوره هڅو سره د ۳۰۸ منډو هدف په ځواب کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځوسو اورونو کې ۳۰۱ منډې جوړې کړې چې هدف یې په وروستیو کې پوره نه کړ.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ وهنه کې شی هوپ تر ټولو ډیرې ۷۲ منډې وکړې، امبریس ۶۰ ، نیکولاس پورن ۵۰ او کیرون پولارډ ۴۹ منډې وکړې، خو د نورو لوبغاړو د پرله پسې سوځېدو له امله یې سیالي بایلوده.

د سریلانکا لپاره په توپ اچونه کې انجیلا میتویس تر ټولو ډیر څلور لوبغاړي وسوځول، ورسره ډي سېلوا او اودانا هم یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ او پاتې درې نور لوبغاړي په وروستیو کې رن اوټ شو.

دا سیالي سریلانکا د شپږو منډو په توپیر وګټله چې په دې سره یې د یو ورځنیو سیالیو په دریو مسلسلو لوبو کې ویسټ انډیز مات کړ.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی انجیلا میتویس اعلان شو هغه نن څلور ویسټ انډیزي لوبعاړي وسوځول او لوبه یې په مکمل ډول د سریلانکا په ګټه پای ته ورسوله.

مېلمه ویسټ انډیزۍ لوبډله به د یو ورځنیو سیالیو د پای ته رسېدو سره سم څو ورځې وروسته د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم د همدې مارچ میاشتې پر شپږمه نېټه پیل کړي.

ویسټ انډیز په داسې حال کې له سریلانکا پرله پسې ماتې وخوړې چې له دې وړاندې د ۲۰۱۹ کال په پای کې افغانستان هم د شل اوریزو سیالیو په سیریز کې ماتې ورکړې وه.

د ویسټ انډیز لوبډلې لوبډلمشر وایي، چې دوی به له سریلانکا د یو ورځنیو سیالیو غچ په شل اوریزو سیالیو کې واخلي څو سریلانکا هم کلین سویپ کړي .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button