لوبې خبرونه

شپږیزه لیګ کې د کابل بازانو ټیم مس عینک سره پای لوبه لري

د شپږيزې لیګ ډېر وخت راهیسې پیل شوې او مختلف ټیمونه له یو بل سره لوبې لري خو د ځيني لوبډلو لوبې بیا ډېرې جالبې وي اوسمهال دغه لیګ کې اووم پړاو سیالیو کې مس عینک د شپږیزې پای لوبې ته ووته.او دغه ټیم به د کابل بازانو سره پاۍ لوبه کې ولوبیږي.

د مس عینک لوبډلې پرون له بند امیر سره لوبه وکړه او ویې کولی شول، چې بند امیر لوبډله د پنځو ویکټو په توپیر وروسته کړي او ځان نته تر پای لوبې پورې لاره هواره کړي .لومړی بیټنګ د بند امیرټیم لخوا ترسره شوه، چې مقابلې مس عینک ټيم ته یې ١٧٩ هدف کېښود او مس عینک لوبډلې وکولی شول چې د پنځو ویکټو په توپیر بند امیر له پای لوبې را وګرځوي او بریالۍ شي.

د بند امیر ټيم د بېټنګ په برخه کې عثمان غني ٦٤، میرویس اشرف ٢٢ ناټ اوټ، او اصغر افغان او ناصر جمال د ٢٣ منډو په جوړولو هدف تر ١٧٩ ورسولو، د مس عینک لوبډلې له منځه، بهار علي شینواري ٤٧، شاهدالله کمال ٤٢، افسر ځاځي ٣٥ او حشمت الله شهیدي ٢٢، منډې جوړې کړې چې په پنځو ویکټو یې د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دې نه مخکې پای لوبې ته د کابل بازانو لوبډله لاره پیدا کړې وه ، چې د مس عینک لوبډله به سبا د کابل بازانو سره د پای لوبې لپاره په میدان کې مخامخ کیږي.د شپږیزې لیګ اووم پړاو کرېکټ سیالۍ چې باید لا پخوا ترسره شوي وی د کرونا وبا د خپرېدو او ترې د خوندیتوب له کبله ځنډول شوې وه.دا هم باید یاده کړو چې د کرونا ویروس له امله بازې نور ټورنمنټونه هم ځنډېدلي وو.

بل خو ا بیا په ورته وخت کې په کابل کې د نجونو فوټبال لیګ پای لوبې ته د عدالت او سنګر ټیمونه بریالۍ شوي دي.تېره ورځ د استقلال او عدالت لوبډلو تر منځ نیمه پای لوبه ترسره شوه چې عدالت لوبډله وتوانېده استقلال لوبډلې ته ٢/١ ماتې ورکړي او د فوټبال پای لوبې ته ځان وباسي. او همدا راز د نجونو فوټبال لیګ وروستۍ سیالۍ یا پای لوبه به سبا د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې د عدالت او سنګر لوبډلو تر منځ تر منځ پیل شي.

شپږیزه لیګ کې د کابل بازانو ټیم مس عینک سره پای لوبه لري
شپږیزه لیګ کې د کابل بازانو ټیم مس عینک سره پای لوبه لري

اوس وخت کې افغان کرکټ بورډ او نورو ورزشي ادارو بازې تجارتي ټورنمنټږنږ ته ډېره پاملرنه پیل کړې. باید همداسې په اینده کې هم د ټورنمنټونو نه ملاتړ وکړي او نور انټرنيشنل پلیران هېواد ته د لوبو لپاره راولي ترڅو د اي سي سي او نورو ادارو په افغانستان باندې اعتماد نور هم یات شي او افغانستان په سيمه کې یو با اعتماده هېواد وګرزي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button