لوبې خبرونه

مشرانو جرګې د کرېکټ بورډ د مشر ستاینه وکړه

مشرانو جرګې د کرېکټ بورډ د مشر ستاینه وکړه د هېواد مشرانو جرګې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی وستایه.او نوموړي ته ېې د ښه کردار او کرکټ بورډکې اصلاحاتو راوستلو له امله مډال ورکړ.

په دې وروستیو کې په کرېکټ بورډ اداره کې د وروستیو مثبتو اصلاخاتو را وستلو، ښه پلانونو عملي کولو په موخه هغه د لا تشویق لپاره پر ستاینلیک یې وستایه.د کرېکټ بورډ عمومي ریس فرهان یوسفزي په دې وروستیو کې په کرېکټ بورډ اداره کې خورا ډېر او مثبت بدلونونه راوستل او دا اداره یې د سیاسیونو او د کرېکټ بورډ ادارې د پخوانیو چارواکو له لاسوهنوپاکه کړه

نوموړي یو شمېر کسان چې کار ېې نه درلودل او په مفتو کې یې د کرېکټ بورډ له ادارې معاشونه اخیستل له ادارې ګواښه کړل ، چې د ادارې د مدیریت او د چارو د ښه والي لپاره یې وروستي اقدامات د خلکو له لوري هم په پراښه کچه وستایل. د کرېکټ بورډ ادارې په وروستیو کلونو کې د سیاسیونو د لاس وهنو له کبله خپل پخوانی حیثیت نه وو پاتې او یاده اداره د سیاسي او مافیایي کړیو په منګولو ورغلې وه ، خو اوس یې ورو ورو خپل پخوانی حیثیت بیا جوړ کړ او دغه اداره په یو مسکي ادارې بدله شوه.

په یاده ادارې تورونه وو، چې یوازې د څو کسانو لپاره کار کوي او اکثره موقفونه یې په واسطو او پیسو دي.د هېواد د کرېکټ بورډ ادارې عمومي مشر فرهان یوسفزي شاوخوا میاشت مخکې اعلان وکړ چې د شکر الله عاطف مشعل په ګډون د کرېکټ بورډ یو شمېر پخواني چارواکي حق نه لري چې د کرېکټ په چارو کې را داخل شي او نوموړی یې د کرېکټ بورډ له غړیتوب لرې کړ . او په همدې عملسرهنوموړۍ په هغه وخت کې وستایل شو.

پروسه کال کې د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې لپاره عمومي مشران د څو میاشتو په ترڅ کې تبدیل شول او د عمومي مشر په توګه د فرهان یوسفزي له ټاکلو سره هم خلک هم چندان خوښ نه وو او نه یې د دندې په لومړیو وختونو کې چندان لاسته راوړنې نه لرلې.

خو بیا په وروسته وخت کې د کرېکټ بورډ کې یې د یو لړ مثبتو اصلاخاتو په راوستلو، ښه مدیریت غوره پلانونو او پالیسیو په عملي کولو سره یې بېرته د کرېکټ بورډ اداره په پخو ودروله او بایللی حیثیت یې ورکړو، ښاغلي یوسفزي ویلي چې له دې وروسته به د بورډ ادارې د ښه والي لپاره نور مثبت اقدامات هم وکړي او غوره پلانونه به پلي کړي.

اوس وخت کې باید د مشرانو جرګې په څېر ټول اړوند جهتونه او نور مشران دې ته اړ شي چې د هېواد دکرکټ بورډ ادارې مشران او لوبغاړي نور هم تقدیر کړي ترڅو دويي افغانستان لپاره نور ویاړونه هم راوړي او د افغانستان نوم په نړۍ روښانه کړي. او لا نور ویاړونه هې،اد ته راوړي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ اوس په نړۍ کې پېژندل شوی.او لوبغاړي ېې د نړۍ غوره لیګونو کې هم لوبیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button