لوبې خبرونه

هرات کې نجونو لپاره د سپورټي لوبغالي نشتوالئ

هرات ولایت کې ځیني سپورټي لوبغاړې وايي چې په دغه ولایت کې د نجونو لپاره ځانګړي لوبغالي نشته

دوی زیاتوي چې د نجونو لپاره د ځانګړو لوبغالو سره سپورټ ته د نجونو لېوالتیا زیاتیږي

لوبغاړې، مهناز حسیني په دې اړه وايي:«هرات کې د نجونو لپاره لوبغاړی اړین دی، ځکه چې دلته د نجونو لپاره لوبغاړی نشته. او ښځو ته دومره پام نه کیږي، او اړینه ده چې والیبال ته د نجونو لپاره ځانګړی لوبغالی جوړ شي

همداراز مژګان زیاتوي:«کله لوبغالي ته راځو، دېر وخت دلته نارینه وي. او د ښځو لپاره ځانګړی ځای نشته چې تمرین وکړي، او اسانیتاوې هم نشته

اوس مهال هرات کې د ټولنیزو ستونزو سره سره ډېر شمېر نجونو سپورټ ته مخه کړې ده

روزونکی، محمد میرویس سکندري څرګندوي:«که امکانات ووسي موږ کولی شو چې ښې لاسته راوړنې ولرو، ښه تمرین وکړو، اوس موږ په کمو اسانتیاوو سره ډېرې لاسته راوړنې لرو، ډېره لیوالتیا والیبال ته شته

له کلونو راهیسې هرات ولایت کې د نجونو لپاره د سپورټ مناسب ځای نشتوالی ستونزه.

په همدې حال کې د هرات د والیبار فدراسیون سرپرست، زمری سلجوقي وايي:«وخت د ښځو لپاره ځانګړی شوی دی، او هڅه کوو چې بودجه پیدا او دولت هم هوډ لري چې د ښځو لپاره ځانګړی لوبغالی جوړ کړي

هرات ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي په دې ولایت کې د والیبال، فوتبال، بایسکل ځغلونې، هند بال او څو نورو ورزشي څانګو ته ډېر شمېر نجونو مخه کړې ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button