لوبې خبرونه

يو اوور! سچن ټنډولکر د ايلايز پيري په وړاندې

ننيکشنبه په اسټراليا کي د اورځپلو سره د مرستي په خاطر ۱۰ اووريزه لوبه ترسره کيږي

پدې لوبه کي چي د نړۍ تقاعد سوي مشهور لوبغاړي لوبيږي په ۲ لوبډلو کي به يې ريکي پونټينګ او ادم ګلګريسټ لوبډلمشران وي.

که څه هم سچن ټنډولکر به د ريکي پونټينګ د لوبډلي روزونکی وي خو اسټرالياوۍ ايلايز پيري ترې په يو ويډيو کي د لوبي کولو غوښتنه کړې.

ټنډولکر يې غوښتنه منلې او ايلايز پيري به ورته اوور ترسره کوي.

اسټرالياوۍ ايلايز پيري ويلي:

((سلام سچنه، دا ډيره په زړه پوري ده چي تاسو په اسټراليا کي د خيريه لوبي ملاتړ کوئ.

زه پوهيږم چي تاسو د يوې لوبډلي روزونکی ياست خو تيره شپه موږ بحث سره وکړ او دا مو وويل که چيري ټنډولکر لوبغالي ته راکښته سي دا به ډيره په زړه پوري وي.

زه غواړم تاسو ته اوور وکړم او تاسو بونډرۍ ووهئ، او زه پوهيږم که تاسو لوبه وکړئ نو دا به د اورځپلو لپاره د پيسو ټولولو يو عالي لار وي که څه هم تاسو مخکي هم ډير څه کړي.

که تاسو چمتو ياست موږ ته خبر راکړئ، موږ تا لوبغالي ته راولو او دلته ډيری انجوني دي چي ليوالتيا لري ستا د توپوهني پر محال ډګرساتنه وکړي.

يوځل بيا هم د هرڅه کولو څخه مننه.))

سچن ټنډولکر چي وروستۍ لوبه يې په ۲۰۱۳ز کال نومبر مياشت کي کړې ډير ژر يې ايلايز پيري ته ځواب ورکړی او په ټويټ کي يې ليکلي دي:

په زړه پوري خبره ده ايلايز، زه مينه لرم چي يو اوور لوبه تر سره کړم که څه هم ډاکتر د اوږې د درد په خاطر اجازه نه راکوي.هيله لرم چي موږ به په کافي اندازه پيسې وګټو.

اسټراليا کريکټ بورډ ويلي چي دا لوبه به په نړيواله سطحه ډير قوي انلاين او ټلويزيونيپوښښ ولري. پوښښ ولري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button