لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

کرونا ویروس دوه د کرکټ لوبغاړي اوورونو ډېروخت راهیسې سره ندي ليدلي

کرونا ناروغي د نړئ ګڼ شمېر هېوادونو ته خپره شوې ده او عام وګړو ژوند یی متاثره کړئ. دغه ناروغي ورځ تر بله په زیاتېدو ده او هره ورځ په زرګومنو کسان په اخته کيږي په دغې ناروغئ باندې د ۲۰ اکو نه زیات کسان اخته شوي  او له یو نیم لک نه زیات کسان له دې ناروغئ له امله مړه شوي دي دغې ناروغې له وجې د نړئ  نیم نه زیات هېوادونو کې لاک ډاون قرمطین شوي او عام وګړي نشي کولئ له خپلو کورونو نه  په ازاده توګه ووځي او په اسلامي هېوادنو کې علماو فتوا ورکړې چې عام وګړي دې له کورو نه وڅي او لمونڅ دې په کورونو کې کوي په همدې لړ کې د همدې ناروغئ له امله د کورنۍ غړي هم له یو بل څخه واټن مراعتوي، چې دغه نړیواله وبا یې ژوند ونه ګواښي.

د انګلستان کرکټ لوبډلې دوه تکړه کرکټ ټولچاري یا الراونډران سام کورن او ټام کورن په خپل کورکې د قرنطین له امله یو بل یوه اوونۍ نه دي لیدلي. سام کورن چې د ټام کورن کوچنی ورور دی، کرېک بز وېبپاڼې ته ویلي، چې خپل ورور یې یوه اونۍ په خپل کور کې نه دی لیدلی.

د هغه په خبره: “له کرونا ویروس څخه بچاو په خاطر یوازینۍ لار قرنطین مراعتول او واټن اخېستل دي.”

دواړه ورونه وایي که چېرته کورونا وبا پای ومومي نو دوی دواړه به هم یو بل وګوري. بل پلو سام کورن د آی پي اېل په اړه هم خپل معلومات وړاندې کړي دي. نوموړی د پنجاب لوبډلې یو له غوره الراونډرانو تمام شوی دی، چې توپ اچونه او توپ‌وهنه یې ډېره په زړه‌پورې ده.

کرونا ویروس دوه د کرکټ لوبغاړي اوورونو ډېروخت راهیسې سره ندي ليدلي

د سام بل ورور ټام کرن بیا د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره لوبېږي، چې دی هم یو غوره کرکټ ټولچارو څخه دی. اوس دواړه ورونه وایي که آی پي اېل پیل شي، نو دوی به یو ځل بیا د یو بل پر وړاندې دوو مختلفو لوبډلو کې ولوبېږي او د یو بل دیدن به هم وکړي. خو د آی پي اېل مسوولین ویلي چې دا ستر لیګ تر نامعلومې نېټې ځنډول شوی دی.

دیادنې وړ ده چې د افغانستان عملماو هم څه موده وړاندې فتوا صادره کړې وه چې ټول افغانان دې لمونڅونه د جوماتونو پر ځائ کورونو کې ادا کوي دا هم د یادولو ده جې افغان دولت له عامو وګړو غوښتي چې په کورونو کې پاتې شئ تر څو د ېري انساني فاجعې نه مخنيوئ وشي او دغه ویروس زیاات خپور نشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button