لوبې خبرونه

کرکټ بورډ د شپږيزې ليګ د۵ ټیمونوملکیت امتیاز شرکتونو مفت ورکړ

کرکټ بورډ د شپږيزې ليګ د۵ ټیمونوملکیت امتیاز مفت ورکړ، سږکال د کورونا له امله د دې لوبډلو د ملکيت امتياز په وړيا ډول يادو شرکتونو ته ورکړل شوى دى. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د شپږيزې کرکټ ليګ د پنځه لوبډلو د ملکيت امتياز پنځه مختلفو شرکتونو واخیست،

دهېواد کرکټ بورډ ادارې له طرف نه يوه خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې د سپين غر پړانګان لوبډلې، ايوبي سپورټس کمپليکس د کابل بازان ټيم، نويد احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت دامو نهنګان لوبډلې، د ډېلي فرېش کمپنۍ د بند امير ټيم او حضرت سوداګريز شرکت د مس عينک ټیم د ملکيت امتياز په مفته واخیست، دملي کرکټ بورډ اجراييه رييس چې نن يې په کرکټ بورډ کې د يادو لوبډلو قراردادونه د يادو شرکتونو له مشرتابه سره ا مضا کړل ، او وۍ ويل چې له دې امله يې د لوبډلو د ملکيت امتياز فيس دوى څخه نه غواړي ، چې کرونا شرکتونو ته هم تاوان رسولۍ،

بلخوا بیا د لوبغاړو فيسونه او نور ټول مصارف به د لوبډلو د مالکينو په غاړه وي.د دغه قراردادونو د لاسليک پر وخت نظيم جار عبدالرحيمزي وويل شپږیزه کرکټ لیګ د کورني کرکټ په ډګر کې تر ټولو لوۍ لیګ دی چې له همدې لارې افغانستان کرکټ بورډ ډېر تکړه اتعدادونه هم مونړدلي دی او هیله لري چې په راتلونکي کې به هم ترې ډېر ځوان لوبغاړي جزب کړي

جار په خپلو خبرو کې زياته کړه د ټولو کمپنیو له مالکینو د زړه له تله مننه کوم چې راغلل او د لوبډلو د ملکیت امتیاز په ترلاسه کولو کې یې پانګونه وکړه. ډاډمن یم چې دوی به زموږ له هر ډول همکارۍ او مرستې برخمن وي او دوی ټولو ته به ممکنه اسانتیاوې برابرو.همدا راز د بوست ساتونکو لوبډلې د ملکيت امتياز بيا تراوسه کوم شرکت نه دى ترلاسه کړى.د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سيالۍ د سپتمبر په شپږمه نېټه پيلېږي او د سپتمر تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

که مونږ اوګورو په ٢٠١٩ کال کې د شپږم پړاو شپږيزې ليګ لپاره د هرې لوبډلې د ملکيت امتياز د ١٥ زره امريکايي ډالرو په بدل کې شرکتونو ته ورکړل شوى و. تېر کل د مس عينک اتلانو ټيم وزيرزي ګروپ اخيستې وه، چې د ياد ليګ اتلولي يې هم خپله کړه، خو سږکال يې په شپږيزه کې د کومې لوبډلې امتياز نه دى ترلاسه کړى.همدا راز تېر کال بيا د کابل بازانو او ننګرهار پړانګانو لوبډلې د ملکيت امتياز هيچا نه و اخيستى او د دې دواړو لوبډلو مصارف کرکټ بورډ په خپله ورکړي و.

بلخوا بیا په ٢٠١٧ کال کې بيا د پنځم پړاو شپږيزې کرکټ ليګ لپاره په ټولو لوبډلو مقابله ترسره شوې وه، چې پاراګون تجارتي ګروپ د بند امير ښامارانو ټیم په ١٥٠ زره امريکايي ډالرو، المصافي شرکت د امو نهنګانو ټيم په ١١٠ زره امريکايي ډالرو، وزيرزي ګروپ د مس عينک اتلانو لوبډله په ٩٠ زره امريکايي ډالرو، جنرال پيټروليم د کابل بازانو لوبډله په ٨٩ زره امريکايي ډالرو، مسلميار ګروپ د سپين غر پړانګانو لوبډله په ٦٩ زره امريکايي ډالرو او عارف عظيم ګروپ د بوست ساتونکو لوبډله په ٨٠ زره امريکايي ډالرو اخیستۍ و،

دا ځل به شپږیزه لیګ د تېر کال په پرتله مختلف وي او شاید تماشیان ورته ډېر ورنشي خو بلخوا ښايي په کورونو کې د ټې وې له لارې ډېر تماشیان اوګوري ځکه دا ځل د کرونا ویروس اثر ډېردۍ او شاید د همدې له وېرې خلک ېې ډېر ننداره ونکړي، نو کرکټ بورډ ادارې ته هم پکاردي چې باید سم تدابیر ورته ونیسي او د کرونا ویروس د مخنییوي لپاره هم په عامو وګړو سپارښتنې وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button