لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

بازې سیاستوال او پخواني د کرکټ ادارې چارواکي کرکټ بربادول غواړي

د کرکټ بورډ اداره چې پخوا ېې ښه لاسته راوړنې لرلې په نړیوواله کچه ښه ټيم وود او د دغه ادارې چارې په سمه توګه روانې وې خو اوسمهال دغه اداره د سیاست ښکار شوې ده که څه هم دغه اداره مسلکې اداره ده خو په اوسمهال د سیاست ښکار شوې ده،

په افغانستان کې د اوسنو ټولو ناخوالو تر څنګ کرکټ یواځینۍ برخه ده چې افغانانو ته ډېرې خوشالۍ ورکوي، په ملت جوړونې،سوله او ثبات کې د کرکټ رول تر بل هر څه خه دي . نن سبا د افغانستان خلک له کرکټ سره خورا ډیره علاقه لري، یو وخت داسې و چې یواځې ډير کم خلک او هغوی چې پاکستان کې وو په کرکټ پوهېدل، ستاسو ښه یادیږي د ۲۰۱۰ کال د مخه به مو د افغانستان د لوبو ننداره په کریک انفو یواځې د سکور لیدل و.

د داسې وخت وو چې څو افغان لوبغاړو به په نشت امکاناتو د افغانستان ټیم د ودې او پرمختګ لپاره په نیو جرسي، ارجنټاین، پپو ګینو او نورو هیوادونو کې لوبې کولې.د هغه وخت کیسې چې واورئ نو تعجب به وکړئ. افغانستان کرکټ چې نن چېرته قرار لري دا دهغه نه سټړکېدونکو هلو ځلو برکت دی.له دې هېڅوک سترګې نشي پټولی چې د کرکټ په برخه کې افغانان په لنډ وخت کې تر بل هر هیواد ډیرې لاسته راوړنې لري، چې ددغه لاسته راوړنو کرېډیټ لوبغاړو او هر هغه چاته ګرځي چې د کرکټ لپاره یې کار کړی او زیار یې ایستلی دی.

یاده اداره د هرې بلې ادارې په رقم په مختلفو وختونو کې مختلفې ستونزې درلودل خو په ټوله کې دغه مشکلاتو د هیواد کرکټ په پرمختګ خاص منفي اغیز نه درلود، خو کله چې د هیواد کرکټ غیر متوقع پرمختګ وکړ، لوبې یې وګټلې، په نړیوالو فلټفارمونو راښکاره شول نو د افغانستان سیاسیونو علاقه هم ورسره ډیره شوه، هر چا غوښتل په کرکټ بوړد کې نفوذ ولري، له لوبغاړو او کرکټ ادارې مشرانو سره اړیکې وپالي او دې چارې په کرکټ بوړد کې سیاسې مداخلې ته لاره هواره کړه.

که مونږ اوګورو نن سبا یو ځل بیا ځېنې ځينې کسان د یو شمېر سیاسیونو په مرسته چې د کرکټ بورډ د پخوانیو چارواکیو مشورې هم ورسره دي، هڅه کوي د کرکټ بورډ په مشرتابه کې بدلون راولي چې دا د افغانستان کرکټ او د کرکټ راتلونکي ته ښه پیغام نه ی.

د کرکټ بوړد په اداره او رهبرۍ کې تغییر راځي دوه عمده تاوانونه به لري، لومړی دا چې پخواني امتحان شوي چارواکي چې په رسمي لوبو کې به یې ځان سره د کورنۍ لسګونه غړي د بورډ په بودیجه بهر ته د چکر لپاره بیول، یو ځل بیا کرکټ بوړد ته راشي او دوهم دا چې کرکټ بوړد اداره به یو ځل بیا د سیاسي معاملو لپاره وکاریږي چې په دواړو صورتونو کې یې تاوان یواځې د افغانستان کرکټ ویني.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې ټول چارواکي او سیاسیون باید د کرکټ نه لاس وواخلي او دغه اداره مسلکي خلکوته پرېږدي،ترڅو دغه اداره په سمه توګه فعالیتونه وکړي او افغانستان ته ویاړونه راوړي ځکه دغه یو واحده اداره ده چې افغانستان خلکو ته خوشالۍ راوړي عام وګړي ېې په شوق ګوري او سات تیري کوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button