ستاسې اند او نظر

خندا جسمي، ذهني او ټولینزې ګټې لري

خندا د ژوند مالګه ده. په ټولیزه توګه خندا یوه کس ته د زړه سکون او موقتي آرامتیا ور بښلای شي، خو تر هغه ځایه خندېدل ښه وي چې انسان د خدای له یاده ونه باسي او منحرف نه شي. سره له دې خندا هم روح او هم فزیک ته ګټه لري. اړیکې مو سره ټینګوي او د ژورو ملګرتیاوو لامل هم کېدای شي. کله چې موږ یو کس ووینو چې خاندي، همداسې خدایي موږ ته هم خندا راشي، دا یې لومړنی اغېز دی چې پر لیدونکي یې ښندي. د خندا په اړه یو ښکلی پښتو بیت هم درته وایم:

څوک دې ماته ووایي څرنګه شیدا شي څوک

څوک چې چاته وخاندي، ولې په خندا شي څوک

خندا تر بهرنیو اغېزو سربېره د انسان په درون او پر دننه حالت هم تاثیر کوي. خندا ځینې ګټې لري چې په دې لیکنه کې به یې راسره ولولئ.

په ټولیزه توګه خندا د روغتیا لامل کېږي:

د ټول ځان د ارامتیا لامل کېږي. تر خندا وروسته لږ تر لږه (۴۵) دقیقې د وجود ټول عضلات استراحت غوندې وي؛

د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي. د مکروب پر وړاندې مو وجود غښتلی کوي. د اضطراب هورمون تولید کموي؛

اندورفین هورمون تولیدوي چې په ټول وجود کې د ارامتیا لامل کېږي؛

 د وینو د رګونو د ښه کار کولو لامل هم کېږي چې د زړه د حملو او ناروغیو مخه ډب کوي؛

غوسه خو بالکل کنټرولوي او کموي یې. هر وخت چې کومې ستونزې سره مخ شوئ او رواني حالت یې درخراب کړ، یوازې همدومره وکړئ چې پر هغه ستونزه ملنډې ووهئ او وخاندئ. سمدستي مو اراموي او ټوله اندېښنه مو راکموي؛

عمر اوږدوي. څېړونکو په ډاګه کړې، هغه کسان چې ډېر خاندي یا هسې شوخ طبعه دي، تر بړوسو او ارامو خلکو ډېر ژوند کوي.

جسمي ګټې یې:

-د وجود دفاعي سیسټم پیاوړی کوي؛

د اضطراب هورمون کموي؛

د وجود د عضلاتو د استراحت یا دمې لامل کېږي؛

د زړه د ناروغیو مخه نیسي.

ذهني ګټې یې:

د ژوند خوند ډېروي؛

د اندېښنو کمښت لامل کېږي؛

پر اضطراب او وېرې د برلاسۍ لامل ګرځي؛

روحي یا اروایي حالت ښه کوي.

ټولنیزې ګټې یې:

له نورو خلکو سره د اړیکو ټینګوولو لاره هواروي؛

د ځان پر لور د نورو راکاږل یې بله ګټه ده؛

د تشویش، ربړو او ځینو ستونزو مخه نیسي؛

په ډلو کې د اوسېدلو ښه لاره ده.

د ذهن د ارامتیا او خندا تر مینځ اړیکه:

کله چې خاندئ نشئ کولی همغه دم غوسه یا اندېښمن هم واوسئ، نو د وېرې او غوسې مخه ډب کوي. پر ستونزو ستاسو د برلاسۍ احساس قوي کوي او داسې فکر نه کوئ چې ګېني دا ستونزې به تاسو پخپل ځان کې ډوب کړي. که هېڅ د خندا چل نه درتله، کومیډي فیلمونه او ویډیوګانې وګورئ. دا هم اړینه نه ده چې یوازې همدا کار وکړئ، د ملګرو په ډله کې اوسېدل او هغوی سره بنډار کول، هرومرو خنداوې لري. له هماغه ماشومتوبه زموږ په وجود کې فطرتاً خندا اغږل شوې. ښایي پام مو کړی وي چې ماشوم د ژوند په لومړنیو اونیو کې نرم نرم خاندي، لږ وخت وروسته یې دا خندا غږ پیدا کوي او ښه کړس کړس خاندي. ورو ورو د خندا چل ښه سم زده کوي. که مو له دیني او مذهبي پلوه په لوړ غږ خندېدل نه وي خوښ، مازې موسکا خو کولی شئ.

موسکا د خندا لپاره یوه ښه مقدمه ده. له دیني پلوه هم کومه ستونزه نه لري. او هره هغه څېره چې موسکه وي، خدایي داسې عجیبه خوږلني پکې وي او انسان ته جذابه ښکاري. هره هغه خبره یا کړنه چې ستاسو او د خندا ترمنځ واټن جوړوي، ایسته یې کړئ او بیخي یې کیسه کې مه کېږئ. ژوند خپلې هسکې ټیټې لري، خو تاسو خپل ژوند ته په هر حالت کېورموسک شئ چې هغه هم دروخاندي.

له ټولو ګټو سره د خندا بله ګټه دا ده چې سړی ځاون ساتي او پوستکی خرابېدو ته نه پرېږدي، ځکه چې له دننه انسان جوړ وي، هورمونونه سم فعالیت کوي، دفاعي سیسټم روغ وي، نو خامخا په ظاهري بڼه هم اغېز ښندي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button