ستاسې اند او نظر

دښه او سالم خوب لپاره فایده مند خواړه

د ښه او سالم خوب لپاره فایده مند خواړه سالم خوب د روغتیا لپاره ډېر اړین دی او روغتیایي کارپوهان هم په دې اړه وایي، چې د ښه او روغتیایي ژوند د تېرولو لپاره په ورځني ډول له ۷ څخه تر ۹ ساعتونو پورې خوب کول پکار دي چې دۍ سره یو انسان دسالم صحت خاوند کیدایشي.

د یو راپور پر د مخې روغتیایي کارکوونکي وایي، چې ښه او ګټور خواړه د ښه خوب په کولو کې مرستندویه ثابتېږي. نو له دې مخکې چې د خوب بستر ته لاړ شئ، باید دا فکر وکړئ چې څه وخورئ.دوی د ښه خوب او د ښه ژوند تېرولو لپاره څو ډوله خواړه په ګوته کړي، راځئ وګورو چې کوم ډول خواړه يې ښودلي دي؟بادام د معدني موادو څخه یوازې دا نه چې ډک دي، بلکې په بادامو کې داسې توکي هم موندل کېږي، چې د شکر او زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. همدارنګه د بادامو په جوړښت کې ګټور تېل هم شتون لري، چې د بدن د غړو سوخت ته اغېزمن وي.

په یوه څېړنه کې معلومه شوې، چې د بادامو خوړل د ښه خوب کولو لامل کېږي. څېړنه زیاتوي، چې د بادامو په جوړښت کې داسې ماده هم شتون لري، چې د خوب په ښه کولو کې مرسته کوي.بلخوا د فیلمرغ په غوښه کې په ډېره کچه پروټین وي، چې د انسان د بدن د غړو لپاره اړین وي. په یوه څېړنه کې موندل شوې، چې د فیلمرغ په غوښه کې داسې توکي موندل کېږي، که په برابره توګه وخوړل شي نو د خوب په ښه کولو کې مرسته کولی شي.

د دې نه علاوه کیوي یوه داسې مېوه ده، چې په زیاته اندازه غذایي مواد لري او د کالورۍ کچه یې هم لږه ده. روغتیایي کارپوهان وایي، چې د شپې لخوا د کیوي خوړل د ښه خوب لامل ګرځي. دوی زیاتوي چې ددې سبب پخپله د کیوي په جوړښت کې د سیروټونینو په نوم ماده ده، چې د خوب په منظمولو کې مرسته کوي.او ښه ثابیتیږي.

د دې تر څنګد سلمن او د ټونا کبان داسې خواړه ګڼل کېږي، چې د اومیګا تري او ویټامین ډي کچه یې ډېره لوړه ده او د خوب په ښه کولو کې مرسته کوي.په سپینو ورېژو کې د کاربوهایټ کچه ډېره وي، که چېرته له خوبه یو ساعت دمخه وخوړل شي، نو د ښه او آرامه خوب لامل کېدلی شي.او انسان بیا د ښه صحت هم خاوند کیدلی شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button