ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

کوکاکولاڅه زيانونه لري.

کوکاکولا د متحده ایالاتو ملټی نيشنل  شرکت دی ، ا او تولیدونکی ، پرچون پلورونکی او بازار موندونکی دی. دا شرکت د کوکا کولا  مشروباتو تولید کوي ، په جورجیا کې په اتلانټا کې د درمل جوړونکي جان سټیت پیمبرټون لخوا په 1886 کې ایجاد شوی. په 1889 کې فورمول او نښې د آسا ګریګس کینډلر ته په $2،300 وپلورل شو.دغه مشروبات يو له هغه مشروباتو څخه ده چې په افغانستان او نړۍ کې يې خلک بې درېغه څښي، د کوکاکولا څښاک دومره زيات شوی دی چې په ځينو خلکو کې ان يو روږدي توب ته رسېدلی دی، د کوکاکولا د زيانونو په هکله ډېر زيات خبرونه نشر شوي دي، په دې هکله چې کوکاکولا د انسان د اولاد پيدا کولو استعداد ختموي او ان سرطان پيدا کوي ګڼ خبرونه شته دي، خو اوس کوکاکولا لکه د سېګرېټو داسې شوې ده، چې که په سر يې وليکل شي چې دا مه څښئ د سږو سرطان پيدا کوي بیا به يې هم خلک څښي، د ګاز لرونکو مشروباتو په هکله پوهان په دې اند دي چې کم تر کمه دا ډول مشروبات بدن په ځانګړي ډول ځيګر ته د شرابو هومره ضرر لري

کوکاکولا د ضرر لرونکو مشروباتو په کتار کې په لومړي سر ځای لري، په ټوله کې ډېری ګاز لرونکي مشروبات ډېر زيات ضرر لري.


یاد مشروبات او نورو ګازي درلودونکو مشروباتو کې د خوند او خوږ والي لپاره د شکر مختلف ډولونه کارېږي، کله کله چې په دوی نيوکې وشي چې شکر د انسانانو روغتيا ته ضرر لري، دا شرکتونه بيا دومره وکړي چې د شکر نوعیت بدل کړي، اوس کوکاکولا خپلو ډېری مشروباتو ته فروکتوز وراضافي کوي، دا فروکتوز پخپله بیا هم په ځيګر کې وروستۍ تجزيه او ټوټې کېدل ويني، ددې په پايله کې ددوی او الکولو تاثير په ځيګر يو شی وي، په هماغه اندازه چې شراب او الکول ځيګر ته زيان لري، ګاز لرونکي مشروبات په ځانګړي ډول کوکاکولا يې هم لري


ګڼو څېړنو په ډاګه کړې چې کوکاکولا د غاښونو په تورېدو يا خوسا کیدو کې رول لري، په ګاز لرونکو مشروباتو کې موجود شکر، د اسيدونو سره د تعامل په پايله کې د غاښونو روغتيا په جدي ډول ګواښي، نو د سالمو غاښونو لپاره باید د کوکاکولا د څښلو څخه په جدي ډول پرهیز وکړئ، د کوکاکولا د PH درجه تر نورماله څخه لوړه او تېزابي يا اسيديک ده، دا د شکر درلودلو سره نو په کامل ډول د غاښونو د خوسا کیدو نیت لري. فرض کړئ په يو ځای کې يو ځل ستاسې څخه کوکاکولا وڅښل شوه نو وروسته د څښلو یې خپله خوله پاکه ومينځئ، د کوکاکولا په ځای نورو طبيعي او روغو مشروباتو ته مخه کړئ.


کوکاکولا د PH لوړه اسيديک درجه لري، ددې لوړې تېزابي سويې سره په معده ډېر جدي تاثير لري، معده پخپله هم خپل تېزاب لري، دا تېزاب د نورو غړو په شان نه دي، بلکې معده په لوړه اندازه تېزاب لري، له همدې کبله د بلې خوا د کوکاکولا داسې لوړه تېزابي سويه معده له جدي ستونزو سره مخ کوي، که په پرلپسې ډول وڅښل شي ان د معدې تر زخمونو پورې تللی شي، ددې ترڅنګ په معده کې د موجودو خوړو د پورته تګ سبب هم کېږي، ددې لپاره پکار ده چې ټول خلک د کوکاکولا څخه پرهیز وکړي خو په ځانګړي ډول هغه کسان چې هسې هم د معدې تکليف لري دوی بايد ډېر زيات پام وکړي.


د ټولو مشروباتو د وتلو لار پس له دې چې په پښتورګو کې تصفيه شي رامنځته کېږي، د کوکاکولا په واسطه په پښتورګو کې ګڼ ستونزې رامنځته کېږي، که يو سړی په پرلپسې ډول کوکاکولا وڅښي ان د ګوردو د ډبرو سره مخ کېدی شي.

د شکر ناروغان :هغه کسان چې په ورځني ډول پخپله هم نور د شکر ډولونه کاروي که ورسره په زياته اندازه د کوکاکولا کارونه شروع کړي نو د شکر د ناروغۍ سلنه يې لوړه ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button