نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امریکا: افغان جنګ کې تر دې دمه ۱۹۰۹ امریکايي عسکرمړه شوي دي

افغانستان د جګړې په اړه د سيګار د زاپور له مخېد امریکې او طالبانو ترمنځ د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د امن معاهدې نه پس طالبانو په امریکايي او نړیوالې ځواکونو حملې بندې کړې خو په افغان امنیتي ځواکونو یې بریدنه تند کړل

خو د طالبانو واکمنۍ رايدیخوا د اکتوبر د لومړۍ نېټې نه د سږ کال د اپرېل د میاشت پورې د افغان جنګ کې ۱۹۰۹ امریکايي عسکر مړه شوي دي دا خبره په افغانستان کې د بیا رغونې هلو ځلو د څار د امریکې دولت ادارې سیګار خپل اخیري راپورکې شریکه کړې ده.د دغې راپور له مخې افغانستان کې د دغه هیواد اخیري ځل جنګي پوځي تلفات روان کال د جنورۍ او فېبروۍ په میاشتو کې شوي وو. د جنورۍ په ۱۱ په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې بم چاودېدو له امله دوه امریکايي عسکر ووژل شو او د فېبرورۍ په اتمه نېټه په ننګرهار ولایت کې د افغان پوځ په درېشۍ کې مسلح تن دوه امریکايي عسکر ووژل. درې نور امریکايي په غېر جنګي پېښو کې سږ کال ووژل شوو.

د ر ایس، یا په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د ادارې ترمخه د روان کال د جنورۍ نه تر د مارچ د میاشت پورې د افغان امنیتي ځواکونو دننه ۱۷ حملې وشوي چې له امله یې د ۵۴ عسکرو مرګ ژوبله رامنځته شوه.

سیګار په خپل رپورټ کې زکر کړي په افغانستان کې امریکې او نېټو پوځي ماموریت د روان کال په دریو میاشتو کې د وسله والو دبریدونو په اړه معلومات څرګند نکړل ځکه چې دغه معلومات د امریکې او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو برخه وبلل شوه. سيګار وویل د دغو معلوماتو په بنیاد په افغانستان کې د ناارامه سیمو او هلته د تشدد کچه معلومېږي. په دغه راپور کې د افغانستان په جګړه کې ټول معلومات ورکړل شوي.

د سيګار په رپورټ کې وېل شوي چې د امریکې او طالبانو ترمنځ د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د امن معاهدې نه پس طالبانو په امریکايي او نړیوالې ځواکونو حملې بندې کړې خو په افغان امنیتي ځواکونو یې بریدنه تند کړل.دغه راپور کې راغلي افغانستان کې دیوان دفتر یوناما د زیاترو ملکي تلفاتو ‌‌ذمه واري په طالبانو، د داعش خراسان څانګې او په نورو وسله والو ګوتدونو باندې راړوي یوناما وايي په کال ۲۰۱۹ کې ۶۷۴۴۷ ملکې تلفات پيښ شوي وو چې ۴۷ فیصد پکې د طالبانو دلاسه، ۱۲ فیصد د داعش خران او د درې فیصد د نورو نامعلومه وسله والو په غاړه وو. د ۲۰۱۸ په مقال کې تېر کال طالبانو دلاسه د تلفاتو په کچه کې ۲۱ فیصد زیات شوي وو

د یادونې وړ ده کله چې د طالبان واکمنی ختمه شوه نو امریکا په افغانستان باندې حمله وکړه او ټول هیواد ېې ونيوه دغه وخت کې د افغانستان ولسشر کرزۍ وټاکه کرزۍ د لنډ مهالې دورې لپاره ولسمشر شو او بیا وروسته انتخابات وکړل دغه انتخابات هم حامد کرزي وګټل

دا هم باید یاده کړو چې د کرزٍي په دوره کې د حکومت او طلبانو ډېر جنګونه وشو او یو بل ته ېې تلفات واړول په دغه وخت کې د امریکا او طالبانو هم زیات جنګونه او جګړې وشوې چې له امله ېې زیات شمیر امریکني عسکر ووژل شول او ټپیان هم شول.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button