نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اکسفورډ یونیورسټي: د کرونا ویروس لپاره به واکسین ډېر ژر تولید کړو

اکسفورډ پوهنتون د کرونا ویروس لپاره به واکسین ډېر ژر تولید کړود انګلستان اکسفورډ یونیورسټي ویلي، چې د کروناناروغۍ لپاره ېې د واکسینو د جوړېدو کار په کامیابۍ سره اخيري پړاو ته داخل کړۍ ډېر ژر به بشپړشي،

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله، د دغه پوهنتون چارواکو ویلي، چې د دغه واکسین د تولیدېدو کار درېیم او اخيري پړاو ته ورسېد .د دغه يونیورسټۍ مسولینو دغه پړاو هیله بښونکی بللې او ویلي، چې ډېر زر به دنیا ته د کرونا پر ضد واکسین راوړي په دغه پړاو کې یاد شوی واکسین په آخر ځل ازمایل کیږي.په وروستي پړاو کې دا معلومیږي، چې دغه واکسین د انسان سلامتۍ ته نور نقصان خو به نه کوي،

یو څه وخت مخکې ډبلیو ایچ او د کرونا ویروس پر ضد د پینځلس ډوله واکسینو د زر بشپړیدو خبر ورکړی و.سرچینې ویلي و، چې تر ۱۲۰ پورې مختلف واکسینونه په نړیواله کچه تر کار لاندې دي.په نړۍ کې د کرونا ویروس ټولې پېښې تر نهه میلیونو نه اووښتي دي باید ژر تر ژره دې ورته واکسین او درمل جوړ شي ترڅو د دغې ناولې وبا نه ټوله نړۍ خلاصه شي،

امریکا المان، فرانسه، ایټالیا او هالینډ له هغو هېوادونو دي، چې ویل کیږي اکسفورډ پوهنتون نه یې د یاد شوي واکسین په زر بشپړولو او وروسته یې په خپراوي کې د ملاتړ ډاډ ورکړی.امریکا یو له هغه هېوادونه څخه دۍ چې د کرونا ویروس پکې ډېر خپريږي او خپاره شوي هم دي پکې اوسمهال پکې په لکاو شمېر کې کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي، او لا هم پکې مثبتې پېښې منځ ته رازي،

ویل شوي، چې د دغه پوهنتون له لورې د جوړیدونکي واکسین کار نیږدې ۸۰ سلنه پای ته رسیدلی.د برتانیې یوه مشهور واکسین جوړونکي شرکت وار د مخه تیاری ښودلی، چې د اکسفورډ پوهنتون د دغه واکسین له بشپړیدو سره به زر دا واکسین دوه میلیارده کسانو ته اماده او ورسوي.وړاندوینه دا ده، چې یاد شوی واکسین به د تنفسي اسپرۍ په بڼه تر راتلونکي میلادي میاشتې چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې کرونا وېروس لپاره د اکسفورډ پوهنټون نه علاوه هم هند او پاکستان په شمول بازې نورو اروپايي هېوادونو هم درمل جوړولو ادعا کړې وه او ویلي وو چې ډېر ژر به د کرونا د مخنيوي لپاره درمل جوړ کړي او بازار ته به ېې وړاندې کړي،

اوسمهال په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د لکاو په شمېر کې دي او لا هم خپريږي د بازې راپورونو له مخې افغانستان کې د ثبت شویو پېښو شمېر د ۲۸ زرو نه اووښتۍ او نور هم ورځ تر بله زیاتيږي باید نړیواله ټولنه سره په یو اتفاق شي او د کرونا وېروس مخنيوي لپاره جدي مبارزه وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button