نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ترکیه په سوریې کې ترهګر چمتو کوي چې په کشمیر کې وجنګیږي

ترکیه په سوریه کې خلک چمتو کوي چې په کشمیر کې جنګ وکړي ترکیې هېواد غواړي په کشمیر کې جنګ نور هم زیات شي.او د جنګ زیاتېدو له امله د پاکستان او هند تر منځ اړیکې خرابې او نورې هم زیانمنې شي.او د دغه سیمې ثبات خراب ګړي.

د ترکیې هېواد رسمي خبري اژانس انادولو اژانس راپور ورکړ چې په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ ستونزه د ارټسخ ستونزې ته ورته ده.ترکیه هڅه کوي چې کشمیر ته ترهګر ولېږدوي، دای این ایف نیوز په وینا ، د پاکستان او هند تر منځ اړيکې سمې ندي او ترکیه کوشش کوي چې ددوي تر منځ نور هم واټن او لرې والی رامنځته کړي د نومبر په ١٣نېټه ځواکونو د کشمیر په سیمه کې د یو بل پر ضد سختې ډزې وکړې. په متقابل حملو کې لږ تر لږه ١٣کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

نښتې او چاودنې د کشمیر (پاکستان) اوجمو کشمیر (هند) په ٦٤٠ کیلو میتری کې د کنټرول لاین سره تر سره شوې. پنځه ورځې وړاندې هم په ورته کرښه په نښتو کې درې هندي عسکر او درې ترهګر وژل شوي وو.دغه سیمه کې له هم کله حکلې کیږي او عام وګړي نشي کولی چې په ازاده فضا کې تګ راتګ وکړي.دويي د جګړې له امله کورونو کې نظر بند دي.

کشمیر د پاکستان او هند ازادیدو نه وروسته وویشل شود هند او پاکستان. د کشمېر پر سر لانجه له هغه وخت راهیسې د دواړو هیوادونو تر منځ د لویو جګړو لامل هم دی.او دواړه هېوادونه د همدې کشمير پر سر لا هم له یو بل سره ستونزې لري.خو اوسمهال د دواړو ملکونو تر منځ کشمیر کې جګړه نرمه شوې وه اوس تازه ترکیه دا هڅه کوي چې کشمیر کې جنګ ته ادامه ورکړي.

بلخوا په دې اړه داې این ایف نیوز په شمالي سوریه کې د ځایی سرچینو په حواله لیکلي ، د ترکیې تر ملاتړ لاندې سلیمان شاه برید د تروریستي سازمان مشر ابو ایمشاخپلو غړو ته پنځه ورځې وړاندې خبر ورکړ چې انقره غواړي کشمیر کې جنګ وکړي او هلته ترهګر ولېږدوي.هغه وویل چې چمتو شی.

ابو ایمشا همداراز وویل چې ترکي افسران به وروسته د نورو ترهګرو ډلو له قوماندانانو وغواړي چې د هغو کسانو نومونه لیست جوړ کړي چې غواړي کشمیر ته لاړشي.هفه وویل دويي ته به ٢٠٠٠ډالر هم ورکول کیږي د یادولو وړ ده چې ترکیه په پاکستان او بنګله دیش کې هم فعاله شوې ده.او کوشش کوي چې د اسیا نورو هېوادونو کې هم فعالیت وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button