نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

حنیف اتمر: د ایران پرباډرافغان مهاجرینو سره شوی جنایت نه بښو

حنیف اتمر چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیردۍ د سې شنبه ناوخته په یوه ټویټ کې په خورا سخته لهجه له ایران سره پر بارډر زیات شمېر افغان مهاجرین وژنه غندلې او دا یې یو داسې جرم بللی چې د ده په خبره د بښلووړ نه دۍ. ښاغلي اتمرویلي، هغه ظلم او وحشت چې له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د شکنجې او شهادت لامل شوی،‌ افغان ملت یې خواشینی کړی دی.

 هغه وویل دا زموږ شریک ‌ غم دی.‌ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې حق او عدالت ته د رسېد لپاره به په ټولو دیپلوماتیکو امکانانو سره دا نه بښل کېدونکی جنایت څېړو.

.‌پخوا هم د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ وو چې د دې پېښې پلټنه پیل شوې،‌ خو دا اول ځل دی چې یو افغان چارواکو په دومره سخته لهجه دا پېښه غندي او د پلټنو ژمنه کوي. بل خوا ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په یوه جلا بیانیه کې وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې پلټلو لپاره د یو ګډ پلاوي جوړولو ته چمتو شوی دی.‌

د شنبې پر ورځ یو شمیر افغان کارګرو چې د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ اوسیدونکي دي بي بي سي ته وویل، د قاچاق وړونکو له خوا ایران ته د کار لپاره اړول شوي وو او بیا هلته ایراني عسکرو ونیول. دا کسان ادعا کوي چې له نیول کېدو وروسته ایراني عسکرو سیند ته ټېل وهلي. دوی وایي څه باندې شل کسان یې لادرکه دي خو د ۷ کسانو مړي پيدا شوي او نور ژغورل شوي. وروسته له همدې ډلې د یو شمېر کسانو مړي هرات ته ورسېدل چې ورسره افغان حکومت د پېښې د پلټلو خبره وکړه.

.‌د ایران سرحدي ځواکونو د یکشنبې پر ورځ دا رپوټونه رد کړل چې ګواکې دې ځواک یو شمېر هغه افغان کډوالو چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي یې دي. دې ځواکونو وویل چې د افغان کډوالو د وژنې په اړه خپره شوې ویډیو یې کتلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې د ایران او افغانستان پر ګډه پوله داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

د مرکزي او سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز پرون دوشنبه په یوه ټویټ کې ویلي وو، د ایران لخوا افغان کډوالو سره د ناسم چلن ادعاو په اړه رپوټونه وېروونکې دي.

نخو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اغلې وېلز د څرګندونو په ځواب کې وویل، ایران له افغانستان سره ټینګې اړیکې لري او هغه څه چې افغان وګړو سره (په هرات کې) وشول، یوه تراژیدي ده.‌

بل خوا  ته افغان طالبانو هم د دې رپوټونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او له ایرانه یې غوښتي چې افغانانو سره د رحم، اسلامي اخوت او ښه ګاونډیتوب چلن وکړي طالبانو د پلټنې غوښتنه هم کړې. .

.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button