نړۍ خبرونه

د اسرایلو اوعربي اماراتو تر منځ تاریخي تړون په واشنګټن کې امضا شو

د اسرایلو او عربي اماراتو تر منځ تاریخي تړون په واشنګټن کېامضا شو تېره ورځ د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او عربي هیوادونو امارات او بحرین تر منځ د سولې توافق امضا شو.ددغه مراسمو کوربه ټرمپ او د هغه مېرمن ملینا ټرمپ وه. ویل کیږي چې یاد تړون د ۱۸ میاشتو مسلسلو مزاکراتو وروسته په یو توافق ورسېده او پرون د یولړ مراسمو په ترڅ کې امضا هم شو.

دڅينې راپورونو پربنسټ پرون په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، د اماراتو بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید او د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف الزیاني تر منځ د سولې توافقنامه د اړوندو هیوادونو تر منځ امضا شو اودامضا مراسمو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ همموجود وو.په دغه مراسمو کې دريواړه وینا لرلې او لومړۍ وینا ښاغلي ټرمپ وکړه .ولسمشر ټرمپ وویل دا یو تاریخي تړون دی هغه وايي دې تړون سره به په فلسطین او نورو عربي هېوادنو کې امن راشي او همداراز به اسرایل د عربو هېوادنو سره ښه اړیکې ولري.

دعربي اماراتو د بهرنیو چارووزیر هم یاد مجلس ته خپله وینا لرله نوموړي په خپله وینا کې د ولسمشر ټرمپ مننه وکړه چې په دې تړون کې ېې همکاري وکړي هغه وویل دا یو تاریخې تړون دۍ د دې تړون پر بنسټ به په عربي ملکونو کې په ځانګړي ډول فلسطین کې سوله راشي او او فلسطینیان بهپهارامه فضا کې ژوندوکړي نوموړي همداراز وویل چې زه د اسرایلو د لومړي وزیر مننهکوم چې مونږ سره په دې موافق شو چې فلسطین کې به نور د جنګیالیوملاتړنه کوي نوموړي وویل چې دا دېره ښه خبره ده چې اسرایلو د جنګ پر ځاۍ سولې ته زیاته ترجیح ورکړه.

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو امریکا ته تر روانیدو وړاندي د رسنیو سره په خبرو کې دغه پيښه یوه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې د اماراتو او بحرین سره د سولې توافق به د اسرائیل اقتصاد ته د ملیاردونو ډالرو ګټه ورسوي او د دواړو عربي هیوادونو سره به اقتصادي اړیکې د اسرائیل اقتصاد ته ډیره ګټه ورسوي. همداراز نوموړي د امریکا د ولسمشر نه مننه وکړه او وۍ ویل چې ټرمپ په دې تړون کې مونږ سره همکاري وکړه او هغه د اسرایلیانو په رړه کې ځاۍ پيدا کړ.

د یاد تړون په اړه مختلف سیاسي او منتقوي شنونکې مختلف نظرونه لري بازې وايي چې دا تړون به په عربو ملکونو کې امن راولي او به دغه ملکونو کې به داخلي او خارجي جنګونه بندشي خلک به په ارامه فضا کې ژوندونه وکړي بلخوا بیا ځينې نور سیاسي شنونکې وايي چې دا ډول تړون د عربو ملکونو لپاره ښه ندۍ او یو عرب ملک باید داسې نه وۍ کړي.

بلخوا فلسطینیانو د امارات او بحرین لخوا د اسرائيل سره د سولې یو اړخیز توافق د شا لخوا وار بللی، نن د پرون د سې شنبې په ورځ یې لاریونونه را غوښتي دي او دغه ورځ یې یوه تاریکه او توره ورځ یاده کړې.د یادونې وړ ده چې د فلسطین ځمکه په بشپړ اکثریت سره د یهودانو لخوا غصب شوې او د اسرائیل په نامه یې هیواد جوړ کړی چې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی خو اوس هم اکثره اسلامي او عربي هیوادونه دغه هیواد په رسمیت نه پيژني او دیپلوماتیکي اړیکي نه ورسره لري.

د مصر او اردن وروسته متحده عربي امارات او بحرین لومړني عربي هیوادونه دي چې د اسرائیل په نامه هیواد په رسمیت پيژني او سفارتي اړیکي ورسره لري.دويي د یو بل سره د نورو همکاریو ترڅنګ د یو بل ملکونو ته تګ راتګ هم پیل کړي . هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې د ځینې عربې هېوادونو څخه اسرایلو ته فلایټونه هم پيل شول.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button