نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا لپاره نوي درمل ته ښه راغلاست ويلۍ

د روغتیا نړیړال سازمانن ډېکسا مېټازون درمل هرکلۍ کړۍ اودغه ارزان بیه درمل چې په پراخه کچه موندل کېږي، د کورونا وېروس سختو ناروغانو په ژوند ژغورلو کې کومک کولای شي. بازې متخصیصین زیاتوي کمې کچې سټرائیډ لرونکي درمل له کورونا ناروغي له منځه وړلو کې  ‘یو مهم رول لري

بازې سرچینۍ وايي د هغو مریضانو د مرګ کچه چې په مصنوعيډول تنفس ورکول کېږي، له دې درملو سره یو په درېیمه برخه کمېږي. کارپوهان وايي، که په برتانیا کې د کورونا وېروس خپریدو له لومړي سره دغه درمل کارول شوي وای، کېدای شي تر ۵۰۰۰ زره پورې کسان له مرګ نه بچ شوي وۍ،

دوی زیاتوي، دغه دوايي چې بیه ېې کمه ده ده، په بېوزله هېوادونو کې هم د ډېرېدونکي شمېر ناروغانو په درملنه کې مرسته کولای شي.په یوه څېړنه کې چې مشري یې د اکسفورډ پوهنتون ماهرینو کړې دغه درمل پر ۲۰۰۰ کسانو ازمایل شوي، او پایلې له هغو نورو ۴۰۰۰ ناروغانو سره پرتله شوې دي چې دغه درمل نه وو ورکړل شوي.دڅېړونکو د ډلې مشر پروفیسر پېټر هوربې وايي:

”دا تر اوسه یوازیني درمل دي چې کارولو سره یې د مړینې کچه کمه شوې ده او په څرګند ډول یې کمه کړې ده، دا خورا مهم پرمختګ دی. ”دغه درمل له مخکې په ځینو نورو التهابي حالتونو کې کارول کېږي او داسې ښکاري چې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ په څېر داسې حالت کې چې د بدن دفاعي قوت کمېږي، دا درمل مرسته کوي.

بل خوا ته د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له اتیا لکو یا اتو میلیونو او پنځلس زرو واوښت.د شمېرو له مخې امریکا، برازیل، روس او هند د کورونا ځپلو هېوادونو په سر کې دي.د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله په نړۍ کې څلور لکه ۳۶ زره ۳۱۹ کسان مړه شوي دي.کورونا تر ټولو ډېره امریکا سخته ځپلې چې پکې دوه میلیونه یو لک او دیارلس نیم زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته دي.

په دغه هېواد کې له دې ناروغۍ یو لک ۱۶ زره ۱۲۲ کسان مړه شوي دي.له امریکا وروسته برازیل دویم ځای لري چې اته لکه ۸۸ زره ۲۷۱ کسان یې کورونا وېروس نیولي او پکې نږدې ۴۴ زره کسان له دې وېروس مړه شوي دي.روسیه کې هم پنځه لکه ۳۶ زره شاوخوا کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته او څه باندې اوه زره ترې مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې هم دکرونا ویروس کسان نور هم زیات شوي دي باید د روغتیا وزارت دغې ناروغۍ ته ځانګړې پاملرنه وکري ترڅو دغه ناروغي ژرتر ژره له منځه لاړشي او افغانان نور په سمه توګه ازاره ژوند پيل کړي او همدا راز خپلو تجارتونو ته راوګرزي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button