نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

له کرونا ویروس له امله په نړۍ کې د مړو شمېر ۴لکه ۳۹ ته ورسېد

له کرونا ویروس له امله په نړۍ کې د مړو شمېر۴۲۳۰۰۰ ته او په امریکا کې دغه تعداد ۱۱۴۴۴۶ ته ورسید.د امریکې جانزهاپکنزپوهنتون د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د مریضانو شمیر ۷۵۸۹۸۳۸ دی.

انډیا کې د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۱۱۰۰۰نوي پېښې ثبت شوې چې په ملک کې په ۲۴ ګنټو کې د ناروغۍ تر ټولو زیاته شمېره ده.پاکستان د جمعې په ورځ ۶۳۹۷ پېښې ثبت کړې او متخصیصین وايي په هېړادکې ویروس د تېرې میاشت راهسې خپور شوی کله چې د پاکستان صراعظم عمران خان په هېواد کې ویروس د مخنیوي په خاطر لاک ډاون لېرې کړ.په هندوستان کې د کرونا نوي پېښې په داسې حال کې رپورټ شوي دي چې په ملک کې دوکانونه، مالونه، کارخانې او د عبادت ځایونه د دوو میاشتو د بند وروسته بیا پرانیستل شوي دي خو د زیات خطر په ځایونو کې بندیزونه پرځای دي.

د کرونا ناروغۍ د تازه پېښو وروسته انډیا د نړۍ څلورم هېواد شو چې د ناروغۍ زیاتې شمېرې لري. دا وخت په امریکا تر ټولو زیات د کرونا ویروس پېښې لري، ورپسې برازیل او بیا روس دی.د امریکې د جانز هاپکنزپوهنټون د راپور له مخې هندوستان کې د کرونا ویروس مجموعې شمېرې ۲۹۷۵۳۵ دي او په نړیواله کچه دغهشمېر اووه اشاره پنځه مېلین ته رسېدلی دی.د امریکې د کرونا ویروس شمېر د دوه مېلین نه زیات دی. په برازیل کې ۸۰۰۰۰۰ او روس کې ۵۱۰۰۰۰ دی.امريکا د کرونا وایرس د دنیا تر ټولو زیات مرګونه لري چې تعداد یې ۱۱۳۸۰۰ دی. په نړیواله کچه دغه شمېر ۴۲۲۰۰۰ دی.

او یو امریکنۍ کمپنۍ ویلي اینده میاشت به په پراخه کچه د کرونا وایرس د ممکنه وېکسین ازموینې شروع کړي. موډرنه نومې کمپني د امریکې د نېشنل انسټېټیوټس اف هېلت سره په شریکه په دغه وېکسین کار کوي. کمپني وايي په ۳۰۰۰۰ رضاکارانو په ازموینې شروع کوي د صحت نړیوالې ادارې د اندازو تر مخه دا مهال لاتیني امریکا د کرونا وبا نوی مرکز ګرځیدلی چرې چې په نژدیو ورځو کې د کرونا اغیزمنو شمیره د یو میلین یا لس لکو نه سېوا او مرګونه د ۷۰ زرو نه زیات شوي.

بلخوا په لاتیني‌ امریکا کې بیا ټولو زیات اغیزمن هیواد برازیل دی چې د مرګونو او ناروغانو په حساب په امریکا پسې په دویم نمبر دی. د برازیل وروسته پیرو کې د اغیزمنو خلکو شمیره د دوه لکه نه زیاته شوې. چلي بیا په دریم نمبر او میکسیکو په څلورم نمبر دی.‌

د متحده ایالاتو جان هاپکنیز پوهنتون په ویب پاڼه خپرو شوو شمیرو تر مخه برون د سهر پورې په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمیره شل لکه ۴۶۴ ته ورسیدله او د یاد وایرسه ۱ لک ۱۲ زره او ۹۲۴ تنه مړه شوي دي.د کرونا ناروغۍ له امله دمرګونو او ناروغانو په حساب امریکا په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیاته په دغه هېواد کې خپره شوې ده.‌

د امریکا په کېلیفورنیا سټیټ کې بیا د کرونا ویروس زیاتیدونکې شمیرو دروغتیا ځايي چارواکي په دې مجبوره کړل چې دغلته هرکال د اکتوبر په میاشت کې کیدونکي دوه مشهورې ځايي د موسیقۍ میله یا دستور وځنډوي. دغه دواړه دستورې په شورو کې د اپریل په میاشت کې اعلان شوې وې خو بیا د کرونا وبا خوریدو وروسته دغه دواړه د اکتوبر میاشتې پورې ځنډول شوې وې.‌

دنورې نړۍ ترڅنګ افغانستان کې هم د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ورځ تربله زیاتيږي د کابل په شمول ولایاتو کې هم دغه ویروس لا هم خپريږي اوسمهال په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو شمېر د ۲۰ زرو نه زیات شوۍ دۍ بل خوا د روغتیا وزارت وايي چې د کرونا ویروس د مخنيوي لپاره ورسره فنډ ختم شوۍ دۍ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button