نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ولسمشر ټرمپ: کرونا به ډېر زرله منځه وېسو

ولسمشر  ډونلډ ټرمپ وایي د کرونا پروړاندې یې جګړه پیل کړې ده.نوموړي ملي ګارډ ته امر کوۍ چې د کرونا سره دې مبارزه وکړي او څومره زر کېدایشي مخنیوۍ دې وشي. تر څو غټو انساني فاجعو نه وژغورل شو.

 ښاغلي ډونلډ ټرمپ په نیویارک، کالیفرنیا او واشنګتن کې ملي ګارد ته امر کړی چې د کرونا پروړاندې مبارزه کې  ونډه واخلي. او یاده ناروغي چې څومره زر کېدایشي له منڅه یوسي تر څو غټو واقعاتو مخنیوۍ وشي. هغه امر کړۍ دۍ چې د کرونا سره د مبارزې لپاره دې بدیجه مشخصه شي.

ټرمپ وایي د امریکا فدرال حکومت به دغه ایالتونو ته اضافي مرستې ولیږي او د کرونا د ناروغانو د درملنې په موخه به نور روغتیایی مرکزونه جوړ شي.

هغه وایي له کانګرس سره په همغږۍ کار کوي او غواړي د کرونا پروړاندې جګړه کې لږ تلفات ولري.هغه د کرونا ناروغۍ سره مبارزې ټيګار وکړ.

د رپوټونو له مخې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په امریکا کې کرونا ۹۸ تنه وژلي دي. د امریکا ولسمشر وایي په دې جګړه کې به بریا ته رسیږي.د وروستیو شمېرو له مخې په امریکا کې د کرونا د قربانیانو شمېر ۴۱۶ تنو ته رسیدلی دی.

لکه څنګه چې موږ او تاسو ته معلومه ده چې د کرړنا ناروغي ټوله دنیا نيولې ده او دا وبا په دنيا کې عام وګړي اندېښمن کړي دي د نورو هېوادونو په څېر افغانستان کې هم مخ په تېزېدو دۍ او د هرات ولایت په شمول نورو ولایتونو ته هم رسېدلۍ دۍ.

دا چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او وقایې لپاره باید لویې غونډې جوړې نه شي او د همدې لپاره باید لوی د کنفرانسونو تالارونه او هم د ودونو تالارونه وتړل شي ترڅو د ناروغۍ مخنیوی په ښه توګه وشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button